ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې د ١١ پروژو چارې بشپړې شوې

په کاپیسا کې د ١١ پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
16 Sep 2018 - 18:07
په کاپیسا کې د ١١ پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
16 Sep 2018 - 18:07

محمود راقي (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧) : د کاپيسا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د بيارغونې يوولس پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کاپيساد کليو د بيارغونې او پراختيا رييس محمد يونس مموزي د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو ۱۱ پروژو چارې د کاپيسا د مرکز په ګډون په څو ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې  سړکونه، پلونه او د اوبو پروژې شاملې دي چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د ده په وينا، يو سړک د کاپیسا له مرکز څخه کوهبند ولسوالۍ او د دویم کوهستان له مرکز سره نښلول شوى دى.

دى وايي، د البېروني پوهنتون لپاره هم د اوبو رسولو لویه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د ۳۰ زره محصلینو  ستونزې  ور سره هوارېږي.

د کاپیسا د والي مرستیال عزیز الرحمن تواب وايي، دا هغه پروژې دې چې تېر کال یې کارونه نمیګړي پاتې وو، اوسمهال يې کارونه بشپړ شول او له دې وروسته به ترې استفاده کېږي.

هغه زياته کړه، پر دې پروژو څه دپاسه ٣٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې دحکومت له بوديجې څخه ورکول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.