مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې په شمالي ولايتونو کې د نوې سيمه ييزې اردو په جوړېدو کې دې له ډېر اختياطه کار واخيستل شي.
دوی زياتوي، که په دې برخه کې له دقته کار وانه خيستل شي؛ نو ښايي د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو د مهال ناکامې تجربې ورسره تکرار شي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولينو په شمال زون کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسيزې سيمه ييزې اردو د جوړېدو خبره کړې ده.
د شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال د مرغومي مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دغه پروسه بشپړه شي.
هغه زياته کړه چې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز له هدايت سره سم په شمال زون کې د سيمه ييزې اردو ۷ کنډکونه جوړېږي چې هر کنډک به يې تر ۱۰۰ ډېر پرسونل ولري.
د احمدزي په وينا، د سيمه ييزې اردو دغه ځواکونه به ۱۲ اوونۍ روزنه ويني او له هغه وروسته به په ځانګړو سيمو کې ځای پر ځای کېږي.
د قول اردو قوماندان زياته کړه: ((دا به منظم ځواک وي، پخوانۍ منفي تجربې به نه تکرارېږي او د هرې سيمې خلک به بېرته په خپله سيمه کې د امنيت د تامين مسووليت لري.))
احمدزی زياتوي چې شاهين قول اردو به له يادو ځواکونو په جدي ډول څارنه کوي.
په ورته وخت کې د بلخ ولايتي شورا رييس د دغو ځواکونو جوړول د شمالي ولايتونو د امنيت لپاره ګټور بولي.
افضل حديد پژواک ته وويل چې د ملي اردو په چوکاټ کې د سيمه ييزې اردو جوړول به د دې سبب شي چې خلک د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.
نوموړي زياته کړه چې په دې تړاو يې د شاهين قول اردو ته يو لړ وړاندېزونه او مشورې هم ورکړي دي.
حديد وويل د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ته په اشارې وويل: ((سيمه ييزو پوليس ځکه ناکام وو چې له قومي، سمتي او حزبي سليقو پع کې کار اخيستل شوی و، موږ هيله من يو چې د سيمه ييزې اردو په جوړېدو کې دغه ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي.))
login or register a new account.