منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“شمال کې دې د سیمه ییزې اردو په جوړېدو کې احتیاط وشي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې په شمالي ولايتونو کې د نوې سيمه ييزې اردو په جوړېدو کې دې له ډېر اختياطه کار واخيستل شي.

دوی زياتوي، که په دې برخه کې له دقته کار وانه خيستل شي؛ نو ښايي د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو د مهال ناکامې تجربې ورسره تکرار شي.

دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولينو په شمال زون کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسيزې سيمه ييزې اردو د جوړېدو خبره کړې ده.

د شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال د مرغومي مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دغه پروسه بشپړه شي.

هغه زياته کړه چې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز له هدايت سره سم په شمال زون کې د سيمه ييزې اردو ۷ کنډکونه جوړېږي چې هر کنډک به يې تر ۱۰۰ ډېر پرسونل ولري.

د احمدزي په وينا، د سيمه ييزې اردو دغه ځواکونه به ۱۲ اوونۍ روزنه ويني او له هغه وروسته به په ځانګړو سيمو کې ځای پر ځای کېږي.

د قول اردو قوماندان زياته کړه: ((دا به منظم ځواک وي، پخوانۍ منفي تجربې به نه تکرارېږي او د هرې سيمې خلک به بېرته په خپله سيمه کې د امنيت د تامين مسووليت لري.))

احمدزی زياتوي چې شاهين قول اردو به له يادو ځواکونو په جدي ډول څارنه کوي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايتي شورا رييس د دغو ځواکونو جوړول د شمالي ولايتونو د امنيت لپاره ګټور بولي.

افضل حديد پژواک ته وويل چې د ملي اردو په چوکاټ کې د سيمه ييزې اردو جوړول به د دې سبب شي چې خلک د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

نوموړي زياته کړه چې په دې تړاو يې د شاهين قول اردو ته يو لړ وړاندېزونه او مشورې هم ورکړي دي.

حديد وويل د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ته په اشارې وويل: ((سيمه ييزو پوليس ځکه ناکام وو چې له قومي، سمتي او حزبي سليقو پع کې کار اخيستل شوی و، موږ هيله من يو چې د سيمه ييزې اردو په جوړېدو کې دغه ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي.))

د بلخ ولايتي شورا رييس زياته کړه، که د سيمه ييزې اردو په ليکو کې متعهد او له قومي او حزبي تړاوونو پاک کسان استخدام شي، نو په وينا يې چې د شمالي ولايتونو امنيت به ورسره ښه شي.

خو يو شمېر مدني فعالان بيا د سيمه ييزې اردو جوړېدل د نظام په ګټه نه بولي او وړانديز کوي چې پر ځای دې يې ملي ځواکونه تقويه شي.

بلخ کې د مدني ټولو اتحاديې مشر او د پوهنتون استاد حميد صفوت پژواک ته وويل چې د سيمه ييزې اردو په جوړېدو سره به يو لړ ستونزې هم راپيدا شي.

هغه زياته کړه: ((هر څومره چې موږ د ملي اردو له جوړښته د باندې وځو، په هماغه اندازه امکان لري چې قانون هم تر پښو لاندې شي.))

صفوت وايي چې د سيمه ييزو پوليسو جوړېدو پر مهال هم خلک اندېښمن وو چې دغه ځواک به په سهي ډول مديريت نه شي چې په وينا يې همداسې وشول.

هغه زياتوي چې اوس د سيمه ييزې اردو له جوړېدو سره يو ځل بيا د خلکو اندېښنې زياتې شوې او ډېری خلک ګومان کوي چې دغه ځواکونه به هم د زورواکو په خدمت کې وي.

نوموړي وويل: ((تاسې وليدل چې په ډېری نا امنيو کې خپله سيمه ييز پوليس لاس لري، د ورځې پوليس وي او د شپې له غلو او ورانکارو سره لاس لري، له همدې امله اوس خلک پر ملي پوليسو هم بې باوره شوي دي.))

صفوت غوښتنه وکړه چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو پر ځای يې د ملي اردو ځواکونو شمېر زيات کړای شي.

مدني فعال احمد زلمی عطايي هم په شمال کې د سيمه ييزې اردو نوي جوړېدونکي جوړښت ته ډېره تمه نه لري.

نوموړی وايي چې په دې سره به يو ځل بيا جګړه توده شي او خلک به د ملي اردو پر جوړښت هم شکمن شي.

هغه زياته کړه: ((دولت بايد پر داسې لارو چارو فکر وکړي چې ورسره شته نا امني او جګړې راکمې شي، د نوو غير معتبرو نظامي جوړښتونو ترخه تجربه موږ ليدلې چې هېڅ پايله يې نه لرله.))

نوموړی په دې شرط د سيمه ييزې اردو جوړېدل د امنيت لپاره ګټور بولي چې هېڅ ډول معاملې په کې ونه شي.

د خلکو د دې اندېښنو په ځواب کې بيا د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د سيمه ييزې اردو جوړښت به له ملېشه ځواک سره ډېر توپير ولري.

د هغه په خبره، ياد ځواک به د ملي اردو د قوماندانيو تر بشپړې څارنې لاندې وي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې سيمه ييزو اردو په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې جوړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه