مزارشريف (پژواک، ۲۷ وږی ۹۷): د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
په بلخ کې سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د قزل کلا سيمې پر امنيتي پوستې طالبانو بريد کړی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وږي په ۲۷مه پژواک ته وويل چې پر ياده پوسته تېر ماښام بريد شوی او په کې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
نوموړی د وژل شوو سيمه ييزو پوليسو کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو زياتوي چې د پېښې څېړلو په موخه سيمې ته پلاوی استول شوی دی.
په ورته وخت کې د چهاربولک ولسوالۍ د قزل کلا سيمې قومي مشر حاجي عطامحمد پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د قوماندان عبدالکريم، مشهور په بای جان په ګډون ۹ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د هغه په خبره چې بريد د سيمه ييزو پوليسو د يوه بل قوماندان له خوا شوی او وروسته بيا له طالبانو سره يو ځای شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((په سيمه کې د محلي پوليسو يو بل قوماندان له خپلو دوو کسانو سره د قوماندان بای جان پوستې ته ورځي او په یو ناڅاپي قوماندان بای جان او د هغه ۹ وسله وال ملګري وژني او خپله طالبانو ته ور تښتي.))
دغه قومي مشر زياتوي چې قوماندان بای جان د جنبش ګوند د پخوانيو قوماندانانو له ډلې څخه و.
وسله والو طالبانو بيا د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې دغه بريد د دوی نفوذي کسانو ترسره کړی دی.
طالبانو ويلي چې د قزل کلا کلي پر پوستې بريد کې د دوو قوماندانانو په ګډون لس سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن