کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۷): یوه پولیس تېره شپه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پر نورو پوليسو ډزې کړي او لږ تر لږه پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه پېښه تېره شپه دوه نیمې بجې د همدې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وويل د پوليسيو يو سرتيري چې نوې يې د پوليسو په ليکو کې دنده اخستې وه، تېره شپه د خپلې پيرې په نوبت کې پر نورو پوليسو ډزې کړې وې.
د هغه په وينا په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.
دی وايي، برید کوونکی تښتېدلى خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
خو یوه امنیتي سرچینه په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.
یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، په دې بريد کې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په کندهار کې تر دې مخکې هم په ورته بريدونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.