غزني ښار(پژواک،٨تله٩٧): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ولسي جرګې يو احتمالي نوماند وژلى دى.
د غزني دوالي وياند محمد عارف نوري د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ولسي جرګې د احتمالي نوماند او ملي سوداګر حاجي محمد داوود مړى د غزني ښار له مغلان سيمې څخه پيدا شوى دى.
د نوري د معلوماتو له مخې، وسله والو لومړى دغه کس ډېر وهلى او بيا وروسته يې وژلى دى.
دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې پژواک ته وويل چې ناپېژانده وسله والو پر غزني د بريد پرمهال محمد داوود تښتولى وو.
د هغه په وينا، تېره ورځ يې جسد موندل شوى چې کورنۍ يې له بوټانو او د غاړې له دستمال څخه پېژندلى دى.
همدارنګه د غزني د ولايتي شورا غړي نصير احمد فقيري هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي، خو په غزني کې د ټاکنو پر سر د ستونزو له امله په دغه ولايت کې ټاکنې نا معلومې نېټې ته ځنډېدلې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP