منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۰ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د ولسي جرګې يو احتمالي نوماند وژل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

غزني ښار(پژواک،٨تله٩٧): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ولسي جرګې يو احتمالي نوماند وژلى دى.

د غزني دوالي وياند محمد عارف نوري د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ولسي جرګې د احتمالي نوماند او ملي سوداګر حاجي محمد داوود مړى د غزني ښار له مغلان سيمې څخه پيدا شوى دى.

د نوري د معلوماتو له مخې، وسله والو لومړى دغه کس ډېر وهلى  او بيا وروسته يې وژلى دى.

دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې پژواک ته وويل چې ناپېژانده وسله والو پر غزني د بريد پرمهال محمد داوود تښتولى وو.

د هغه په وينا، تېره ورځ يې جسد موندل شوى چې کورنۍ يې له بوټانو او د غاړې له دستمال څخه پېژندلى دى.

همدارنګه د غزني د ولايتي شورا غړي نصير احمد فقيري هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي، خو په غزني کې د ټاکنو پر سر د ستونزو له امله په دغه ولايت کې ټاکنې نا معلومې نېټې ته ځنډېدلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه