Language

د بلخ په درېيو ولسواليو کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مزارشريف (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): په بلخ ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د چمتال، چهاربولک او بلخ ولسواليو پر يو شمېر امنيتي پوستو وسل والو طالبانو بريدونه کړي دي.

د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري چې په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات رهبري کوي، د تلې په ۲۲مه يې پژواک ته وويل چې په تازه نښتو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او ۴ طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې تېر ماښام يوه ډله وسله والو د چمتال ولسوالۍ د ينګي کلا کلي پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ چې په پايله کې يې د حاجي عبدالرزاق په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم ووژل شو.

هغه زياتوي چې له دوه ساعته جګړې وروسته وسله وال طالبان شا تګ ته مجبور کړای شول.

د بلخ د امنيت امر همدا راز وايي چې بېګاه د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ د ګورتېپې کلي پر پوستې هم بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له شديد مقاومت سره مخ شول.

د هغه په خبره، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي، خو زياتوي چې ۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې تېر مازديګر افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال د بلخ ولسوالۍ په شرشرک کلي کې له طالبانو سره په نښته واوښتل چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.

د هغه په وينا، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

د بلخ د امنيت امر زياتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې په يادو نښتو کې ۴ طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل چې تېر ماښام يې د ولسوالۍ په ينګي قلعه سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې قوماندان عبدالرزاق ووژل شو او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې د شپې مهال يو ځل ياده پوسته د طالبانو لاسته ولوېده خو سهار مهال بېرته افغان ځواکونو ونيوه.

د نوموړي په خبره، په ياده نښته کې عامو خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

login or register a new account.