مزارشريف (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): په بلخ ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د چمتال، چهاربولک او بلخ ولسواليو پر يو شمېر امنيتي پوستو وسل والو طالبانو بريدونه کړي دي.
د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري چې په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات رهبري کوي، د تلې په ۲۲مه يې پژواک ته وويل چې په تازه نښتو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او ۴ طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې تېر ماښام يوه ډله وسله والو د چمتال ولسوالۍ د ينګي کلا کلي پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ چې په پايله کې يې د حاجي عبدالرزاق په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم ووژل شو.
هغه زياتوي چې له دوه ساعته جګړې وروسته وسله وال طالبان شا تګ ته مجبور کړای شول.
د بلخ د امنيت امر همدا راز وايي چې بېګاه د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ د ګورتېپې کلي پر پوستې هم بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له شديد مقاومت سره مخ شول.
د هغه په خبره، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي، خو زياتوي چې ۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي چې تېر مازديګر افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال د بلخ ولسوالۍ په شرشرک کلي کې له طالبانو سره په نښته واوښتل چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.
د هغه په وينا، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
د بلخ د امنيت امر زياتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې په يادو نښتو کې ۴ طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل چې تېر ماښام يې د ولسوالۍ په ينګي قلعه سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې قوماندان عبدالرزاق ووژل شو او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې د شپې مهال يو ځل ياده پوسته د طالبانو لاسته ولوېده خو سهار مهال بېرته افغان ځواکونو ونيوه.
د نوموړي په خبره، په ياده نښته کې عامو خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رسول هم پژواک ته وويل چې وسله والو طالبان تېره شپه د دې ولسوالۍ يو شمېر کليو ته راغلي او د افغان ځواکونو د عملياتو مخه يې نيولې ده.
هغه زياته کړه چې دمګړۍ ايلمان، علي اباد، ينګارغ او يو شمېر نورو کلو کې طالبانو ځای نيولی او د امنيتي ځواکونو د عملياتو مخه يې نيولې.
دى وايي چې له يادو کليو لسګونه کورنۍ د جګړې له وېرې وتلې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې يې د قوماندان رازق په ګډون څلور سيمه ييز پوليس وژلي دي.
بلخ کې په داسې مهال د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو نښتې زور اخلي چې څو ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي.
بلخ کې اندېښنې دا دي چې که يادې جګړې وغځېږي، نو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې به ټاکنې ترسره نه شي او لسګونه زره کسان به له رايې ورکولو محروم شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










