ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست، زابل او کندهار کې ١٥ پوليسو او د اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خوست، زابل او کندهار کې ١٥ پوليسو او د اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Oct 2018 - 15:36
په خوست، زابل او کندهار کې ١٥ پوليسو او د اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Oct 2018 - 15:36

خوست- کندهار- کلات  (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): په زابل، کندهار او خوست ولايتونو کې په ځینو امنيتي پېښو کې شاوخوا ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٢مه پژواک خپري اژانس ته وويل چې تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ د اسحاق زي مانده په سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد کړى و.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې اووه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د ميزانې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې وژل شوى، خو خپلواکو او رسمي سرچينو تر اوسه نه دى تاييد کړى.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په شهر صفا کې د اتو پوليسو وژلو خبر ورکړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د خوست ښار ختيځ لور ته د غرغښت لېسې ته څېرمه د ملي اردو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې ده.

د خوست امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري ژوبل شوي چې د يوه روغتيايي حالت يو څه نازک دی. نوموړي وويل په پېښه کې رينجر موټر هم تخريب شوی دی.

په همدې حال د خوست د ملکي روغتون مشر، ډاکتر سخي سردار پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه د ملي اردو څلور سرتېرې په ټپي حالت کې ور وړل شوي.

د هغه په وينا چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی. تر دې دمه د پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

بلخوا نن سهار ۹ نيمې بجې د کندهار ښار د ۱۰مې او ۱۲مې حوزو اړوندو سيمو کې وسله والو مخالفينو پر ملي پوليسو بريدونه کړي وو.

د کندهار ولايت مقام وايي چې په دغو بريدونو کې يو پوليس وژل شوى او په ځوابي بريد کې يو بريدګر وژل شوى او بل ټپي دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.