ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د یوه نوماند په ګډون ۸۰۰۰ محکوم شوي کسان نه دي نیول شوي

د ولسي جرګې د یوه نوماند په ګډون ۸۰۰۰ محکوم شوي کسان نه دي نیول شوي

author avatar
15 Oct 2018 - 20:27
د ولسي جرګې د یوه نوماند په ګډون ۸۰۰۰ محکوم شوي کسان نه دي نیول شوي
author avatar
15 Oct 2018 - 20:27

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): لويه څارنوال وايي، د دولت د پخوانیو او اوسنیو چارواکو او له کابله ولسي جرګې ته د نوماند تمیم نورستاني په ګډون له اتو زرو ډېر کسان د بېلا بېلو قضیو په تور محکوم شوي، خو تر اوسه نیول شوي نه دي.

د لويې څارنوال ویاند جمشېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد محکمو ۸۰۷۶ کسان له ۶۴۶۸ قضیو سره د تړاو په تور په بند محکوم کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو شمېر پخواني والیان، د ولایتي شورا غړي، معینان، جنرالان، د اوسنیو او پخوانیو خپلواکو ادارو رییسان په دې کسانو کې شامل دي.

د ده په خبره، څو ځله د یادو کسانو د نیول کېدو حکم صادر شوی دی، خو محکوم شوي کسان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت له خوا تر اوسه نه دی نیول شوي.

رسولي له جزئیاتو پرته وویل، د نورستان پخوانى والي او له کابله ولسي جرګې ته نوماند، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اوسنی معین داعی الحق عابد، د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند او د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان جنرال زمری پیکان په یادو محکوم شوو کسانو کې شامل دي.

د لويې څارنوال ویاند زیاته کړه چې د هرات پخوانی والي او د مشرانو جرګې غړی احمد یوسف نورستانی، د پنجشېر پخواني والیان کرام الدین کریم او بهلول بهیج، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم نهه ساتونکي هم په هغو څه د پاسه ۸۰۰۰ محکوم شوو کسانو کې شامل دي چې تر اوسه نیول شوي نه دي.

رسولي زياته کړه، ټاکل شوې چې لوی څارنوال د رسنیو په ګډون د یوې غونډې په جوړېدو له کورنیو چارو وزرات او ملي امنیت ریاست څخه د یادو ټولو محکوم شوو کسانو د نیول کېدو غوښتنه وکړي.

پر تمیم نورستاني تورونه لګېدلي ړي، خو نوموړي بیا ټول تورونه رد کړي او دا ډول راپورونه په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د نوموړي ټاکنیزې مبارزې روانې دي، د ده "سیاسي قتل" او شخصیت وژنه بولي.

په معاشونو کې اختلاس

پژواک ته رارسېدلي معلومات څرګندوي چې د کابل د اداري فساد له امله د رامنځ ته شوو جرمونو ابتدایي محکمې د ۱۳۹۱ کال د تلې پر څلورمه او په کابل کې د اداري فساد له امله له رامنځ ته شوو جرمونو سره د مبارزې د استیناف ځانګړې محکمې د ۱۳۹۲ کال د غويي په ۲۵ مه پخواني چارواکي (د نورستان والي محمد تمیم نورستاني، د والي مرستیال محمد نبي، امنیه قوماندان غلام الله او د نورستان ولایت د مقام سکرتر مطیع الله مجیدي پر مجازاتو محکوم کړي دي.))

د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې د نظامي څارنوالۍ د عمومي ریاست د ۱۳۹۱ کال د سلواغې د ۱۶مې نېټې د ٥٧٧٤- ٣٦٩٩ مکتوب کاپي ښيي چې یاد کسان د دندې له صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې او د نورستان ولایت د امنیې قوماندانۍ د کارکوونکو په معاشونو کې د اختلاس له امله پر جزا محکوم شوي دي. په مکتوب کې له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتل شوي دي چې دغه څلور کسان څارنوالۍ ته حاضر کړي.

خو تمیم نورستانی وايي چې نوموړی په دې کسانو کې شامل نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.