Language

په کابل کې د پټرولو، سرو زرو، بورې او اوړو بیې لوړې شوې دي

 

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۷): په کابل کې نن د تېرې شنبې په پرتله د پټرولو، سرو زرو، بورې او قزاقي اوړو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرول تېلو بیه له ۵۸ افغانیو ۵۹ ته لوړه شوې ده؛ خو د یو لېتر ډېزلو بیه د تېرې اوونۍ په څېر ۵۵ افغانۍ ده.

خو د تایمني څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر یو کيلو اوبلن ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

د خوراکي توکو له ډلې د بورې او قزاقي اوړو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رییس فضل الرحمن وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوې ۴۹ کیلویي بورۍ پاکستاني بورې د عمده پلور بیه له ۱۶۲۰ افغانیو ۱۶۴۰ افغانیو ته او د پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۳۲۰ افغانیو ۱۳۴۰ ته لوړ شوې ده.

خو د نوموړي په وينا، نن د تېرې اوونۍ په څېر د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني سېله وريجو د عمده پلور بیه ۲۰۲۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشيد غوړي په ۱۰۲۰ افغانۍ دي.

همداراز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر يو کيلو اندونیزیايي شين چای په ۲۸۰ او یو کیلو تور افريقايي چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ځينو توکو پرچون پلور بيې د عمده پلور له هغو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځينو کې بيا ډېر توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشيري وويل چې نن یوه ۴۹ کيلويي بورۍ پاکستاني بوره په پرچون ډول ۱۸۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلويي قزاقي اوړه ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريجې ۲۴۰۰ افغانۍ، شپاړس لېتره خورشيد غوړي په ۱۱۵۰ افغانۍ، یو کیلو اندونيزیايي شين چای ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افقریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې یو زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وويل چې نن د تېرې شنبې په نسبت ۷۵۰ عیار، یو ګرام عربي سره زر  له ۲۳۰۰ څخه ۲۴۰۰ افغاانیو ته لوړ شوي دي او ۵۸۵ عیار، یو ګرام روسي سره زر له ۱۸۵۰ افغانیو ۱۹۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

login or register a new account.