Language

مزارشريف (پژواک، ۸ لړم ۹۷): د بلخ ولايت ښځينه معلولينو په هېواد کې د جګړې بندېدو او سولې غوښتنه وکړه.

دغه مېرمنې د لړم په ۸مه مزارشريف ښار کې د سولې نړيوالې ورځې په وياړ جوړه شوې غونډه کې راټولې شوې وې.

دوی همدا راز ټينګار کوي چې معلولين او معيوبين ناتوانه نه دي او له حکومته يې وغوښتل چې په ټولو لويو سياسي پرېکړو کې  دې د دوی نظرونه او مشورې هم واوري.

په ياده غونډه کې يو شمېر عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو چې د معلولينو ژوند په کې تصوير شوی و.

په بلخ کې د ښځينه معلولينو د انجمن مشره پروانه سما صمدي وايي چې معلولينو ته په کمه سترګه د کتلو فرهنګ بايد نور بدل کړل شي.

هغې پژواک ته وويل چې معلولې مېرمنې په ټولنه کې د شته تاوتريخوالي او جګړو روښانه بېلګې دي او زياتوي چې نور وګړي بايد عبرت ترې واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړې زياته کړه چې په جګړه کې ټول انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي او په وينا يې چې د يوې سالمې او له ستونزو د پاکې ټولنې رامنځته کېدو لپاره اړتيا ده چې د سولې راتلو په موخه غږ پورته شي.

هغه وايي چې حکومت معلولو مېرمنو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې چې له همدې امله دغه قشر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

صمدي زياته کړه: ((موږ له دولت څخه ډېر څه نه غواړو، يواځې هغه قوانين دې پلي شي چې د معلولينو ستونزو ته د رسېدو لپاره رامنځته شوي، موږ هم غواړو چې د ټولنې د نورو غړو په څېر د کار، تعليم او ښه ژوند حق ولرو.))

login or register a new account.