منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۳ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ معلولو ښځو له ښکېلو خواوو د جګړې بندېدو غوښتنه وکړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۸ لړم ۹۷): د بلخ ولايت ښځينه معلولينو په هېواد کې د جګړې بندېدو او سولې غوښتنه وکړه.

دغه مېرمنې د لړم په ۸مه مزارشريف ښار کې د سولې نړيوالې ورځې په وياړ جوړه شوې غونډه کې راټولې شوې وې.

دوی همدا راز ټينګار کوي چې معلولين او معيوبين ناتوانه نه دي او له حکومته يې وغوښتل چې په ټولو لويو سياسي پرېکړو کې  دې د دوی نظرونه او مشورې هم واوري.

په ياده غونډه کې يو شمېر عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو چې د معلولينو ژوند په کې تصوير شوی و.

په بلخ کې د ښځينه معلولينو د انجمن مشره پروانه سما صمدي وايي چې معلولينو ته په کمه سترګه د کتلو فرهنګ بايد نور بدل کړل شي.

هغې پژواک ته وويل چې معلولې مېرمنې په ټولنه کې د شته تاوتريخوالي او جګړو روښانه بېلګې دي او زياتوي چې نور وګړي بايد عبرت ترې واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړې زياته کړه چې په جګړه کې ټول انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي او په وينا يې چې د يوې سالمې او له ستونزو د پاکې ټولنې رامنځته کېدو لپاره اړتيا ده چې د سولې راتلو په موخه غږ پورته شي.

هغه وايي چې حکومت معلولو مېرمنو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې چې له همدې امله دغه قشر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

صمدي زياته کړه: ((موږ له دولت څخه ډېر څه نه غواړو، يواځې هغه قوانين دې پلي شي چې د معلولينو ستونزو ته د رسېدو لپاره رامنځته شوي، موږ هم غواړو چې د ټولنې د نورو غړو په څېر د کار، تعليم او ښه ژوند حق ولرو.))

هغه وايي چې د ډېری دولتي ادارو مسوولين د معلولينو د حقونو د قانون او په ادارو کې د دوی د سهم په تړاو هېڅ معلومات نه لري.

نوموړې زياتوي چې په بلخ کې څه باندې ۱۰۰ معلولې مېرمنې د معلولو مېرمنو د انجمن غړيتوب لري چې يو شمېر يې د لیسانس تر کچې زده کړې هم لري خو په وينا يې چې له دوی سره د تبعيض له امله ورته د کار فرصت نه ورکول کېږي.

د هغې په خبره، معلولې مېرمنې له دوه ډوله تبعيض سره مخ دي، يو دا چې دوی ښځې دي او بل دا چې معلولې او معيوبې دي.

نوموړې زياتوي چې حکومت، مدني ټولنې او ديني علما بايد د دوی پر وړاندې د دغه ليد د بدلولو لپاره غږ پورته کړي.

هغې په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې افغانستان کې روانه جګړه هره ورځ له خلکو قرباني اخلي، چې په وينا يې زيات شمېر خلک يې له امله معلول او معيوب کېږي.

مېرمن صمدي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پر ځای د سولې مذاکراتو ته کېني.

ناصره حقجو د مزارشريف ښار اوسېدونکې ده چې په ويلچر کې دغه پروګرام ته راغلې وه.

هغې پژواک ته وويل چې د افغانستان د ټولو وګړو مسووليت دا دی، څو په هېواد کې د جګړې بندېدو او سولې راتلو لپاره لاس په کار شي.

نوموړې زياتوي چې د جګړې دوام له بدبختۍ پرته بل هېڅ پيغام او پايلې له ځان سره نه لري.

د هغې په خبره، روانه جګړه کې نه يواځې دا چې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي، بلکې لسګونه نور هم ورسره معلول او معيوب کېږي.

دغې معلولې مېرمنې وويل: ((موږ نه غواړو چې نور افغانان هم زموږ په برخليک اخته شي، دا جګړه موږ ته له بدبختۍ پرته بل هېڅ نه راکوي، موږ بايد ووايو، چې نور جنګ بس کړئ، موږ خپل ژوند ته پرېږدئ.))

مېرمن حقجو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

زده کړو ته نه لاسرسی، په دولتي ادارو کې ونډه نه ورکول او د کاري فرصتونو نه شتون هغه عمده ستونزې دي چې د مېرمن حقجو په خبره، ښځينه معلولين ورسره مخ دي.

دغه راز مدني فعاله ثريا رحيمي هم چې په يوه پښه معلوله ده او وايي، ټولنې ته د حکومت له خوا د متوازنو خدماتو وړاندې کول، د ټولنيز ثبات لامل ګرځي.

هغې پژواک ته وويل چې معلولينو ته په درنه سترګه کتل او د هغوی په کاري وړتياوو باور د دې سبب کېدای شي چې د دغه قشر له استعدادونو د ټولنې د بیدارۍ او پرمختګ لپاره کار واخيستل شي.

نوموړې زياته کړه: ((کله چې يو وګړی کار ولري او د کورنۍ د اوږو بار نه وي، له همدې ځايه د يوې با ثباته ټولنې رامنځته کېدو لپاره زمينه برابرېږي.))

هغه زياتوي چې په وړوکوالي يې پښه ژوبله شوې وه، په داسې حال کې چې ناروغي يې د تشخيص او درملنې وړ وه؛ خو د جګړو له امله يې تداوي ونشوه او اوس په يوه پښه معلوله ده.

رحيمي اوس غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي، څو نور هغه ماشومان له درملنې پاتې نشي او معلول نشي، چې ناروغي يې د تشخيص او درملنې وړ ده.

د يادونې وړ ده چې (د هيلو کَوتَره) په نوم دغه غونډه کې محدود شمېر هغه انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو چې د معلولينو او معيوبينو ستونزمن ژوند په کې تصوير شوی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه