ګردېز (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ګردېز ــ زرمت سړک قرارداد بل شرکت ته ورکړل شي او تر يوې اوونۍ به يې د جوړېدو چارې پيل شي.
د ياد سړک د خراب حالت له امله د ګردېز د ابراهيم خېلو او رباط سيمې او زرمت لويې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېره هڅه يې وکړه چې وسله وال طالبان يې د چارو خنډ نه شي، خو هغوی يې د جوړېدو مخالفت وکړ.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د سړک د چارو پيل لپاره يې امنيتي ستونزې حل او شرايط یې برابر کړي وو، خو د شاوخوا شپږو مياشتو په تېرېدو هم د لس، لس کيلومتره دوه برخو سړکونو اخيستونکو شرکتونو د سړک جوړولو چارې پيل نه کړې.
کټوازي د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټولګټو چارو وزارت د معين او نورو چارواکو له خوا له يادو دوو شرکتونو سره د سړک شوی قرارداد لغوه شو او د اصولو له مخې به جريمه هم شي.
نوموړی وايي: ((شرکت او خلکو وخت وغوښت چې امنيتي مشکلات له قومي لارې حل کوو، خو بريالي نه شول. موږ هلته امنيتي پوستې ځای پر ځای کړې، خو بيا يې هم کار پيل نه کړ.))
د هغه په وينا، بالاخره پروژه ترې واخيستل شوه او ډېر ژر به نوی قرارداد وشي، نه دا چې اعلان ته به ځي او په تدارکاتي سيستم کې به مياشتې نيسي، په څو ورځو کې به له سېنګل شورس شرکت سره قرارداد وشي، چې دستي به يې چارې پيلېږي او شديدې به پيلېږي.
د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی د ګردېز ــ زرمت سړک پر قرارداد نيوکه کوي او وايي چې يوه شرکت ته له مسووليت ورکولو وړاندې بايد د شرکت مسوولين د سيمې له هر ډول شرايطو او امکاناتو خبر وي.
ځاځي پژواک ته وويل چې د پروژې د کارونو ځنډول په څو لاسونو د پروژې پلورلو هڅه ده.
دی وايي: ((کوم شرکت ته چې قرارداد ورکول کېږي، بايد له هغې سيمې پوره خبر وي، کله يې چې قرارداد واخيست، بيا نو بايد له ورکړل شوې مودې سره سم کار پيل کړي. د کارونو ځنډېدل د دولت او خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي او دا د يوې پروژې په څو لاسونو د تطبيقولو لپاره هڅه ده.))
د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري ټينګار کوي چې پروژې بايد زورواکو او وکيلانو ته ورنه کړل شي او زياتوي چې ياده پروژه د پخواني ولسمشر د مرستيال يونس قانوني ورور د پکتيا له يوه پارلماني وکيل سره په ګډه اخيستې وه او نه يې غوښتل پلې يې کړي.
قادري پژواک ته وويل: ((د ولايت رهبري بايد دې مسايلو ته ځير شي او پروژې په سم ډول تطبیق کړي. له اوله بايد د يوه شرکت ظرفيت او تېر کړی کار وکتل شي؛ ځکه که نه وي نو هم د پروژو د تطبيق خنډ ګرځي او هم وخت له لاسه وزي، اوس يې وعده کړې چې نوی کار به په شاوخوا يوه اونۍ کې پيل شي، نو وبه ګورو.))
د زرمت اوسېدونکي پر مسوولو ادارو کلکه نيوکه کوي چې له تېرو اتو کلونو راهيسې ياد سړک څو ځلې سروې او درې ځلې ورته بودجه منظوره شوې، خو تر اوسه يې هېڅ کار نه دی شوی.
login or register a new account.