منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا والي: ډېر ژر به د ګردېز ــ زرمت سړک قرارداد بل شرکت ته ورکړل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ګردېز ــ زرمت سړک قرارداد بل شرکت ته ورکړل شي او تر يوې اوونۍ به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

د ياد سړک د خراب حالت له امله د ګردېز د ابراهيم خېلو او رباط سيمې او زرمت لويې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېره هڅه يې وکړه چې وسله وال طالبان يې د چارو خنډ نه شي، خو هغوی يې د جوړېدو مخالفت وکړ.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د سړک د چارو پيل لپاره يې امنيتي ستونزې حل او شرايط یې برابر کړي وو، خو د شاوخوا شپږو مياشتو په تېرېدو هم د لس، لس کيلومتره دوه برخو سړکونو اخيستونکو شرکتونو د سړک جوړولو چارې پيل نه کړې.

کټوازي د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټولګټو چارو وزارت د معين او نورو چارواکو له خوا له يادو دوو شرکتونو سره د سړک شوی قرارداد لغوه شو او د اصولو له مخې به جريمه هم شي.

نوموړی وايي: ((شرکت او خلکو وخت وغوښت چې امنيتي مشکلات له قومي لارې حل کوو، خو بريالي نه شول. موږ هلته امنيتي پوستې ځای پر ځای کړې، خو بيا يې هم کار پيل نه کړ.))

د هغه په وينا، بالاخره پروژه ترې واخيستل شوه او ډېر ژر به نوی قرارداد وشي، نه دا چې اعلان ته به ځي او په تدارکاتي سيستم کې به مياشتې نيسي، په څو ورځو کې به له سېنګل شورس شرکت سره  قرارداد وشي، چې دستي به يې چارې پيلېږي او شديدې به پيلېږي.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی د ګردېز ــ زرمت سړک پر قرارداد نيوکه کوي او وايي چې يوه شرکت ته له مسووليت ورکولو وړاندې بايد د شرکت مسوولين د سيمې له هر ډول شرايطو او امکاناتو خبر وي.

ځاځي پژواک ته وويل چې د پروژې د کارونو ځنډول په څو لاسونو د پروژې پلورلو هڅه ده.

دی وايي: ((کوم شرکت ته چې قرارداد ورکول کېږي، بايد له هغې سيمې پوره خبر وي، کله يې چې قرارداد واخيست، بيا نو بايد له ورکړل شوې مودې سره سم کار پيل کړي. د کارونو ځنډېدل د دولت او خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي او دا د يوې پروژې په څو لاسونو د تطبيقولو لپاره هڅه ده.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري ټينګار کوي چې پروژې بايد زورواکو او وکيلانو ته ورنه کړل شي او زياتوي چې ياده پروژه د پخواني ولسمشر د مرستيال يونس قانوني ورور د پکتيا له يوه پارلماني وکيل سره په ګډه اخيستې وه او نه يې غوښتل پلې يې کړي.

قادري پژواک ته وويل: ((د ولايت رهبري بايد دې مسايلو ته ځير شي او پروژې په سم ډول تطبیق کړي. له اوله بايد د يوه شرکت ظرفيت او تېر کړی کار وکتل شي؛ ځکه که نه وي نو هم د پروژو د تطبيق خنډ ګرځي او هم وخت له لاسه وزي، اوس يې وعده کړې چې نوی کار به په شاوخوا يوه اونۍ کې پيل شي، نو وبه ګورو.))

د زرمت اوسېدونکي پر مسوولو ادارو کلکه نيوکه کوي چې له تېرو اتو کلونو راهيسې ياد سړک څو ځلې سروې او درې ځلې ورته بودجه منظوره شوې، خو تر اوسه يې هېڅ کار نه دی شوی.

د دوی له ډلې ملک روزي خان خپلواک وويل: ((ټولې تشې وعدې دي، د سړک جوړولو لپاره د خلکو کورونه او باغونه ړنګ شول، خلک د ګردونو له لاسه په سل رنګه مرضونو اخته دي، خو د سړک هېڅ درک نشته. اوس خو امنيت هم سم دی، امنيتي کسان او پوستې دي، زه د شپې دوولس بجې کور ته ځم، امنيت نور څنګه وي؟))

خو د پخوانيو قراردادي شرکتونو استازي بيا وايي چې د سړک کارونه يې په سيمه کې د ناسم امنيتي حالت له امله نه دي پيل کړي او په دې ډول امنيت کې نه شي کولی کار وکړي.

د ګردېز ــ زرمت شاوخوا ۲۸ کيلومتره سړک قرارداد شاوخوا اووه مياشتې وړاندې د تدارکاتي پروسې له لارې ترسره شو، خو په سيمه کې د ګڼو امنيتي پوستو له ځای پر ځای کولو او د خلکو له چمتووالي او همکاري سربېره يې هم کارونه ندي پيل شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه