Language

فضلي: کرکټ لوبغالي ته منظور شوي يو ميليون ډالر به ژر پکتيا ته انتقال شي

ګردېز (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧ ): پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي او روزونکي وايي چې د کرکټ لوبې کولو لپاره اړينې اسانتياوې ورته نه دي برابرې شوې چې بايد کرکټ په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دوی ټينګار کوي چې ګردېز ته د زون د مرکز په توګه د لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو لوبغاړي راځي، خو د معياري لوبغالو د نشتوالي له امله لوبې او تمرين نه شي کولای.

پکتيا کې د ميوند کرکټ لوبډلې کپتان عبدالله لېوال د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ د رييسانو له خوا په ملي کچه د پکتيا د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پيل او په ټاکل شوي وخت کې يې په معياري ډول د جوړېدو ژمنې وشوې، خو تر اوسه يې عملي چارې نه دي پيل شوې.

لېوال د کرکټ له اوسني مشر عزيزالله فضلي غواړي چې په اداره کې د کرکټ د پرمختګ په مخکې شته خنډونه لرې او د پکتيا د لوبغاړو ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي.

دی وايي: ((متاسفانه کرکټ بورډ کې دننه ډېرې ستونزې دي، له دې کبله کرکټ ګراونډ له ډېر مشکل سره مخ دی، کومه بودجه چې ورته منظوره شوې وه، هغه لا پکتيا ته نه ده راوړل شوې.))

دغه راز د کرکټ روزونکي حکمت اباسين پژواک ته وويل چې د کرکټ لوبغالي د اکاډمۍ لپاره يو ميليون ډالر منظور شوي، خو کار يې نه دى شروع شوى.

اباسين وايي: ((زموږ غوښتنه له کرکټ بورډ څخه دا ده چې غږ مو واوري او هغه بودجه چې موږ ته منظوره شوې، دلته مصرف کړي. که بيا ونه شو، مجبور يو چې لاريونونه وکړو او لارې بندې کړو.))

د کرکټ بورډ د غزني ولايتي استازی عزت الله مومنيار په ګردېز کې د زون په کچه د کرکټ اسانتياوو پر برابرېدو ټينګار کوي او وايي چې ګردېز ته د مرکزي نقطې په توګه له شاوخوا ولايتونو اسانه لاسرسی کېږي.

مومنيار پژواک ته وويل: ((پکتيا د کرکټ کور ياديږي، له دغه ځايه ډېر لوبغاړي ملي ټيم ته تللي او بل دا چې پکتيا د زون مرکز دی او ښه رسېدنه ورته کېږي.))

دغه راز په دې اړه د پکتيا پرېس کلب مشر او ورزشي خبريال حقمل مسعودزی وايي چې کرکټ بورډ ادارې تر دې وړاندې د کار نه کولو علت په پکتيا کې د کرکټ بورډ لپاره د ځمکې نه شتون باله، خو په خبره يې اوسمهال تر بل هر ولايت په ګردېز کې کرکټ بورډ ته زياته ځمکه ورکړل شوې ده.

مسعودزي وويل: ((مخکې به موږ ته کرکټ بورډ دا بهانه کوله چې پکتيا د کرکټ د لوبغالي او نورو اسانتياوو لپاره ځمکه نه لري، ولې اوس خوشبختانه کرکټ بورډ په هېڅ ولايت کې دومره ځمکه نه لري، لکه ګردېز کې يې چې لري، خو لا هم موږ نه ګراونډ لرو او نه اکاډمي او نورې اسانتياوې شته دي.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی کرکټ بورډ په چارو کې پر ناغېړۍ تورن کړ او ويې ويل چې د ولسمشر پر لارښوونې سربېره هم تر اوسه د خپلو کارونو پر پيل او تنظيم نه دي بريالي شوي.

login or register a new account.