محمودراقي (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې عملياتو پر مهال د اکاخېلو، ملا خېلو او صاحبزاده ګانو کلي له وسله و الو مخالفينو پاک شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
بلخوا د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند سروش کوهستانی وايي په دې نښته کې ځیني ماینونه، نارنجک او درازکوف وسلې هم له وسله والو نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، په نښته کې یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.
دغه راز د خالد په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي په نښته کې وژل شوي وسله وال د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د نوموړي په وینا، په دې نښته کې د تګاب د سیدخېلو په سیمه کې یوه نجلۍ او يوه مېرمن هم وژل شوي دي.
خو امنيې قوماندانۍ د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










