Language

د بلخ کډوالو ریاست: تېرو دوو کلونو کې د ۲۲زره بېځایه شوو کورنیو عریضې راغلې

مزارشريف (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): په بلخ ولايت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ د کډوالو رياست ته د ۲۲زره بېځايه شوو کورنيو عريضې رسېدلې چې دا په تېره يوه نيمه لسيزه کې د داخلي بېځايه شوو تر ټولو لوړه کچه ده.

د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري دغه څرګندونې د مرغومي په ۴مه په مزارشريف ښار کې د ميديوتيک دفتر په تالار کې د کنفرانس پر مهال وکړې.

نوموړي وويل چې په وروستيو کلونو کې د شمال زون په ټولو ولايتونو کې د داخلي بېځايه شوو کورنيو شمېر په بې ساري ډول زيات شوی دی.

قادري زياته کړه، يواځې د بلخ د کډوالو چارو رياست په روان ۹۷ لمريز کال کې د ۱۲زره بېځايه شويو کورنيو عريضې سپارل شوې، په داسې حال چې تېر کال دغه شمېر ۱۰زره کورنۍ وو.

د هغه په خبره، د کورنيو د بېځايه کېدو تر ټولو لوی لامل جګړې او نا امنۍ دي او ورپسې د روانې وچکالۍ له امله هم ځيني خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

قادري دا هم وويل چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې ۸۸۵۸ بېځايه شوې کورنۍ سروې کړي، چې له جملې څخه يې ۷۸۹۴ کورنۍ د مرستو تر پوښښ لاندې نيول شوي.

د هغه په وينا، په دغو شمېرو کې ۲زره کورنۍ په اضطراري حالت کې دي چې لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

د بلخ د کډوالو چارو رييس وايي چې بلخ ته د فارياب، سرپل، سمنګان او باميان ولايتونو څخه د نا امنيو له امله کورنۍ راغلي دي.

د هغه په خبره په يادو شمېرو کې يواځې۵۰۰ کورنۍ د بلخ د ولسواليو دي، چې د نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.

قادري همدا راز وويل چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې ۹۴ کورنۍ له بهرنيو هيوادونو څخه بلخ ته راستنې شوي دي، چې ۱۲۵۶ کسان نفره کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ کډوالو چارو رياست له بېځايه شوو کورنيو سره د مرسته کوونکو موسسو همغږي کوونکی دی او خپله د مرستې لپاره بودجه نه لري.

هغه دا هم وويل چې د روان ژمي په موسم کې يادې بېځايه شوې کورنۍ لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

login or register a new account.