مزارشريف (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): په بلخ ولايت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ د کډوالو رياست ته د ۲۲زره بېځايه شوو کورنيو عريضې رسېدلې چې دا په تېره يوه نيمه لسيزه کې د داخلي بېځايه شوو تر ټولو لوړه کچه ده.
د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري دغه څرګندونې د مرغومي په ۴مه په مزارشريف ښار کې د ميديوتيک دفتر په تالار کې د کنفرانس پر مهال وکړې.
نوموړي وويل چې په وروستيو کلونو کې د شمال زون په ټولو ولايتونو کې د داخلي بېځايه شوو کورنيو شمېر په بې ساري ډول زيات شوی دی.
قادري زياته کړه، يواځې د بلخ د کډوالو چارو رياست په روان ۹۷ لمريز کال کې د ۱۲زره بېځايه شويو کورنيو عريضې سپارل شوې، په داسې حال چې تېر کال دغه شمېر ۱۰زره کورنۍ وو.
د هغه په خبره، د کورنيو د بېځايه کېدو تر ټولو لوی لامل جګړې او نا امنۍ دي او ورپسې د روانې وچکالۍ له امله هم ځيني خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
قادري دا هم وويل چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې ۸۸۵۸ بېځايه شوې کورنۍ سروې کړي، چې له جملې څخه يې ۷۸۹۴ کورنۍ د مرستو تر پوښښ لاندې نيول شوي.
د هغه په وينا، په دغو شمېرو کې ۲زره کورنۍ په اضطراري حالت کې دي چې لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
د بلخ د کډوالو چارو رييس وايي چې بلخ ته د فارياب، سرپل، سمنګان او باميان ولايتونو څخه د نا امنيو له امله کورنۍ راغلي دي.
د هغه په خبره په يادو شمېرو کې يواځې۵۰۰ کورنۍ د بلخ د ولسواليو دي، چې د نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.
قادري همدا راز وويل چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې ۹۴ کورنۍ له بهرنيو هيوادونو څخه بلخ ته راستنې شوي دي، چې ۱۲۵۶ کسان نفره کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ کډوالو چارو رياست له بېځايه شوو کورنيو سره د مرسته کوونکو موسسو همغږي کوونکی دی او خپله د مرستې لپاره بودجه نه لري.
هغه دا هم وويل چې د روان ژمي په موسم کې يادې بېځايه شوې کورنۍ لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
په دغه کنفرانس کې بيا د سمنګان د کډوالو چارو رييس سيد کمال حسيني وويل چې سيمه ييز زورواکي له کډوالو سره د مرستې په بهير کې تر ټولو لوی خنډ دي.
هغه وويل چې ياد زورواکي د بېځايه شوو کورنيو په منځ کې ځايي خلک هم د کډوالو په نوم ور دننه کوي او بيا چې کله مرسته ورسره وشي، نو پيسې ورڅخه اخلي.
حسيني زياته کړه: ((د بېلګې په ډول که په يوه سيمه کې ۱۰ بېځايه شوې کورنۍ موجودې وې؛ نو هلته سيمه ييز زورواکي دوه برابره ځايي کورنۍ هم ورسره يوځای کوي او بيا چې کله د دولت او موسسو له خوا مرسته وسره وشي؛ نو ياد زورواکي له هرې کورنۍ درې يا څلور زره افغانۍ اخلي.))
هغه وويل چې د بېځايه شوو کورنيو د معلومولو لپاره د يوه معياري ميکانيزم نه شتون د يادې ستونزې لوی لامل دی.
د نوموړي په وينا، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ د جګړو او طبيعي پېښو له امله سمنګان ولايت ته بېځايه شوي دي.
په شمال زون کې د جي ای زيد موسسې د ادغام مجدد څانګې مسوول نويد مياخېل رسنيو سره خبرو کې وويل چې ياده موسسه هڅه کوي څو د کډوالو او سيمه ييزو خلکو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.
مياخېل زياتوي چې په روان لمريز کال کې د دې موسسې له خوا په شمال زون کې شاوخوا ۵۵۰ کورنيو ته سرپناوې جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې په سمنګان او بلخ ولايتونو کې يې د بېځايه شوو کورنيو لپاره د پاکو اوبو دوه سترې شبکې هم جوړې کړې دي.
د ده په وينا، په ټول افغانستان کې ۱،۳ ميليونه داخلي بېځايه شوې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










