کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د ولسمشر د فرمان په اساس په کابل کې د شهیدانو د وارثانو ۱۲ زره کورنیو ته د راتلونکو ۹ میاشتو لپاره د خوراکي توکو مرستندویه کوپونونه وېشل کېږي.
پژواک ته د ملي تدارکاتو له لوری په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((حکومت د دفاعي او امنیتي ارګانونو او د ترورستي پېښو شهیدانو او د دوی وارثانو ته د احترام په پار د شهیدانو وارثانو ته د خوراکي توکو مرستندوی کوپونونه وېشي.))
د خبرپاڼې په حواله، په دغو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، چای، بوره او باقلي شامل دي چې د هغو لرونکي کولای شي په منظم ډول خوراکي بستې ترلاسه کړي.
د ملي تدارکاتو ادارې د عمومي رییس انجنیر محمد عمر هوتکي د معلوماتو په اساس، په لومړۍ دوره کې د خوراکي توکو یاد مرستندوی کوپونونه د اړوند ادارو په مرسته په کابل کې وېشل کېږي او وروسته دغه بهیر په نورو ولایتونو کې هم پلی کېږي.
د هوتکي په خبره، د خوراکي توکو وېش د کوپون په کتابچه کې تایید شو، هره میاشت به د شهیدانو وارثانو ته وېشل کېږي او د دغه بهیر د روڼوالي او څارنې په پار د ملي تدارکاتو یوه ګډه کمېټه جوړېږي.
دغه راز د ولسمشر د حکم په اساس، د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او د معلولیونو او د شهیدانو د وارثانو د ملاتړ اداره او د ملي امنیت ریاست دنده لري چې په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو د وارثانو د معلوماتو لېست د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري او د دغه حکم د تطبیق په برخه کې د ملي تدارکاتو له ادارې سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن