کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷)؛: په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر سولې خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه نن په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې وشوه.
سرچینې زیاته کړې، چې ددې لیدنې پر مهال ددواړو هیوادونو پر اړیکو، دافغان سولې پروسې او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ددې لیدنې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
افغان سفیر په داسې حال کې د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدلي، چې د سولې په اړه د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داوودی له تیرو څلورو ورځو راهیسې په پاکستان کې وې او ددغه هیواد له حکومتي، سیاسي او مذهبي مشرانو سره یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
login or register a new account.