کندوز ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د کندوز لسګونو اوسېدونکو د يوه سوداګر او زوى د تښتولو په غبرګون کې يې، امنيتي مسوولين پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د تښتونې پېښې ډېرې شوې، بايد مخه يې ونيول شي.
درې ورځې وړاندې نا مسوولو وسله والو د کندوز ښار له چوک څخه د عصمت الله باى په نوم يو سوداګر تښتولى دى.
دا په داسې حال کې ده چې څلور مياشتې وړاندې د نوموړي زوى هم اختطاف شوى خو تر اوسه نه دى خوشی شوی.
د يادو کسانو د تښتونې په غبرګون کې د کندوز ښار لسګونو اوسېدونکو نن د څلورمې حوزې اړوند د سيداباد په جومات کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
يوه اعتراض کوونکي سيد کاظم وويل چې د امنيتي ځواکونو د بې کفايتۍ له امله یې زوى تر اوسه نه و خوشی شوى چې پلار يې هم وتښتول شو.
هغه وايي: ((طالبان خلک نه اختطاف کوي، دغه کار ټول غير مسوول وسله وال کوي، پوليس دې برخې ته جدي پاملرنه نه کوي، موږ بالاخره مجبورېږو چې دا ټول مسوولين له ولايت څخه وباسو.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي خيرالله باى وويل چې په تېرې يوې اوونۍ کې د عصمت الله باى د تښتونې تر څنګ د کندوز ښار له چوک سيمې څخه ٣٠ ځلې غلاوې هم شوې دي.
نوموړي زياتوي: ((زه نه پوهېږم چې دا پوليس په څه شي کې مصروف دي، په ښار کې وحشت روان دى چې بايد مخه يې ونيول شي.))
يادو اعتراض کوونکو حکومت ته دوه ورځې وخت ورکړ څو تښتول شوي کسان بېرته را خوشي کړي.
دوى وويل که چېرې دغه کسان خوشې نه شي، د ټولو دولتي ادارو دروازې به وتړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم وويل چې په کندوز ښار کې د جنايي جرمونو کچه ډېره لوړه شوې ده چې بايد مخه يې ونيول شي.
ايوبي زياته کړه: ((هره ورځ په ښار کې اختطاف، قتل، غلا او نور جرمونه ترسره کېږي، خو مخه يې نه نيول کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن