منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز کې د یوه سوداګر تښتولو غبرګون کې خلکو اعتراض کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د کندوز لسګونو اوسېدونکو د يوه سوداګر او زوى د تښتولو په غبرګون کې يې، امنيتي مسوولين پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د تښتونې پېښې ډېرې شوې، بايد مخه يې ونيول شي.

درې ورځې وړاندې نا مسوولو وسله والو د کندوز ښار له چوک څخه د عصمت الله باى په نوم يو سوداګر تښتولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې څلور مياشتې وړاندې د نوموړي زوى هم اختطاف شوى  خو تر اوسه نه دى خوشی شوی.

د يادو کسانو د تښتونې په غبرګون کې د کندوز ښار لسګونو اوسېدونکو نن د څلورمې حوزې اړوند د سيداباد په جومات کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

يوه اعتراض کوونکي سيد کاظم وويل چې د امنيتي ځواکونو د بې کفايتۍ له امله یې زوى تر اوسه نه و خوشی شوى چې پلار يې هم وتښتول شو.

هغه وايي: ((طالبان خلک نه اختطاف کوي، دغه کار ټول غير مسوول وسله وال کوي، پوليس دې برخې ته جدي پاملرنه نه کوي، موږ بالاخره مجبورېږو چې دا ټول مسوولين له ولايت څخه وباسو.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي خيرالله باى وويل چې په تېرې يوې اوونۍ کې د عصمت الله باى د تښتونې تر څنګ د کندوز ښار له چوک سيمې څخه ٣٠ ځلې غلاوې هم شوې دي.

نوموړي زياتوي: ((زه نه پوهېږم چې دا پوليس په څه شي کې مصروف دي، په ښار کې وحشت روان دى چې بايد مخه يې ونيول شي.))

يادو اعتراض کوونکو حکومت ته دوه ورځې وخت ورکړ څو تښتول شوي کسان بېرته را خوشي کړي.

دوى وويل که چېرې دغه کسان خوشې نه شي، د ټولو دولتي ادارو دروازې به وتړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم وويل چې په کندوز ښار کې د جنايي جرمونو کچه ډېره لوړه شوې ده چې بايد مخه يې ونيول شي.

ايوبي زياته کړه: ((هره ورځ په ښار کې اختطاف، قتل، غلا او نور جرمونه ترسره کېږي، خو مخه يې نه نيول کېږي.))

ده هم ټينګار وکړ چې پوليس بايد هر څه ژر عصمت الله باى او زوى يې د تښتوونکو له منګولو وژغوري.

بل لور ته د کندوز پوليسو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو په ياده غونډه کې د کندوز د ولايت مقام په استازيتوب محمد اسماعيل وويل چې اړوندو ارګانونو هلې ځلې پيل کړي څو عصمت الله باى او زوى يې د تښتوونکو له منګولو وژغوري.

ده زياته کړه: ((کله چې عمصت الله باى اختطاف شو، موږ په ولايت کې بېړنې غونډه جوړه کړه، د ولايت سرپرست ټولو ته امر وکړ چې دغه موضوع په جديت سره تعقيب کړي.))

د يادونې ده، د روان کال په اوږدو کې په کندوز ولايت کې يو شمېر ډاکټران او يا يې د کورنۍ غړي هم تښتول شوي چې  بيا د پيسو په بدل کې ازاد شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه