مزار شريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۷) : د بلخ ولايت د چمتال او چهاربولک اوسېدونکي وايي، چې په يادو ولسواليو کې رامنځته شويو وروستيو نا امنيو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زياتوي، د طالبانو په بريدونو او د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې تر ټولو ډېر زيان عامو خلکو ته رسېږي.
دوی د جګړې له ښکېلو لورو د خپل ژوند او مال د خونديتوب غوښتنه کوي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې په ولسوالۍ کې سختې جګړې روانې دي.
نوموړي وويل، دوه ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په مرکزي چمتال کلي کې پر يوې پوستې بريد کړی وو، چې لس سيمه ييزو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
هغه زياتوي، ډېری وخت د يادو جګړو له امله د دولتي ځواکونو او طالبانو تر څنګ عامو خلکو ته هم مالي او ځاني زيانونه اوړي.
حسين وايي : (( تېره يوه مياشت کې ډېر خطرناک جنګونه تېر شول، پنځه ورځې وړاندې د طالبانو او امنيتي قواوو جګړه وه، چې له امله يې زموږ د ولسوالۍ په رزاق کلا کې پر يوه کور مرمۍ ولګېده او د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون يې د يادې کورنۍ د څلورو کسانو نه ژوند واخيست)).
نوموړي وړاندې وويل، چې د خونړيو جګړو له امله سلګونه کسانو خپل کورونه پرېيښي او امنو سيمو ته کډه شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ دغه اوسېدونکي زياته کړه، هېڅوک يې غږ نه اوري او که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو دغه سيمه به په بشپړ ډول د خلکو له شتونه خالي شي.
له دې سره د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيزالله هم وايي چې د جګړې له امله زياتو خلکو خپل کورونه پرېښودې دي.
هغه زياته کړه، وسله وال طالبان او حکومتي ځواکونه په خپلو منځو کې پر جنګ بوخت دي او د عامو خلکو ځان او شتمنۍ ته پاملرنه نه کوي.
نوموړي وويل: (( طالبان د کلي له منځه پر پوستو ډزې کوي، کله کله ډله ييز بريد کوي، چې بيا امنيتي ځواکونه له خپلو پوستو څخه زموږ کلي پر توغنديو او ډيسي توپونو ولي، ښکاره خبره ده چې طالبان د کلي له منځه پر پوليسو له ډز کولو وروسته سيمه پرېږدي؛ خو د پوليسو ړندې مرمۍ راځي او د خلکو پر کورونو لګېږي، چې مرګ ژوبله هم پېښوي)).
login or register a new account.