مزار شريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۷) : د بلخ ولايت د چمتال او چهاربولک اوسېدونکي وايي، چې په يادو ولسواليو کې رامنځته شويو وروستيو نا امنيو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زياتوي، د طالبانو په بريدونو او د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې تر ټولو ډېر زيان عامو خلکو ته رسېږي.
دوی د جګړې له ښکېلو لورو د خپل ژوند او مال د خونديتوب غوښتنه کوي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې په ولسوالۍ کې سختې جګړې روانې دي.
نوموړي وويل، دوه ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په مرکزي چمتال کلي کې پر يوې پوستې بريد کړی وو، چې لس سيمه ييزو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
هغه زياتوي، ډېری وخت د يادو جګړو له امله د دولتي ځواکونو او طالبانو تر څنګ عامو خلکو ته هم مالي او ځاني زيانونه اوړي.
حسين وايي : (( تېره يوه مياشت کې ډېر خطرناک جنګونه تېر شول، پنځه ورځې وړاندې د طالبانو او امنيتي قواوو جګړه وه، چې له امله يې زموږ د ولسوالۍ په رزاق کلا کې پر يوه کور مرمۍ ولګېده او د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون يې د يادې کورنۍ د څلورو کسانو نه ژوند واخيست)).
نوموړي وړاندې وويل، چې د خونړيو جګړو له امله سلګونه کسانو خپل کورونه پرېيښي او امنو سيمو ته کډه شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ دغه اوسېدونکي زياته کړه، هېڅوک يې غږ نه اوري او که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو دغه سيمه به په بشپړ ډول د خلکو له شتونه خالي شي.
له دې سره د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيزالله هم وايي چې د جګړې له امله زياتو خلکو خپل کورونه پرېښودې دي.
هغه زياته کړه، وسله وال طالبان او حکومتي ځواکونه په خپلو منځو کې پر جنګ بوخت دي او د عامو خلکو ځان او شتمنۍ ته پاملرنه نه کوي.
نوموړي وويل: (( طالبان د کلي له منځه پر پوستو ډزې کوي، کله کله ډله ييز بريد کوي، چې بيا امنيتي ځواکونه له خپلو پوستو څخه زموږ کلي پر توغنديو او ډيسي توپونو ولي، ښکاره خبره ده چې طالبان د کلي له منځه پر پوليسو له ډز کولو وروسته سيمه پرېږدي؛ خو د پوليسو ړندې مرمۍ راځي او د خلکو پر کورونو لګېږي، چې مرګ ژوبله هم پېښوي)).
دغه قومي مشر د دولتي ځواکونو د عملياتو پر بهير هم نيوکه لري او وايي، چې په ولسوالۍ کې يې څو ځله تصفيوي عمليات ترسره شوي؛ خو په وينا يې چې د پوليسو له تګ وروسته بېرته ټولې سيمې طالبان نيسي.
د هغه په وينا؛ څو چې حکومت تر تهديد لاندې سيمو کې امنيتي پوستې جوړې نه کړي؛ نو پوځي عمليات به هېڅ ګټه ونه کړي.
هغه دبلخ له سيمه ييزې ادارې غواړي چې د خلکو ستونزې درک او رسېدنه ورته وکړي.
ټولنيز فعالان هم د بلخ وروستۍ نا امنۍ له لويو سياسي مسايلو سره تړلې بولي او زياتوي چې وسله وال طالبان د مذاکراتو په مېز د زيات امتياز اخيستو په خاطر د جګړو ميدانونه ګرم ساتي.
بلخ کې د بخدي کلتوري او ټولنيز بنسټ مشر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل، چې د چمتال او چهاربولک وروستۍ جګړې هم د وسله والو مخالفينو د ځان مطرح کېدو هڅې دي.
هغه زياتوي : (( دمګړۍ د چهاربولک ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا محدود کلي د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي او نوره ټوله ساحه د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده)).
نوموړی امنيتي مسوولين ګرم بولي، چې د وسله والو د بريدونو د دفع کولو لپاره لازم او پر وخت تدابير نه نيسي.
ساهو وړاندې په خپلو خبرو کې وويل، چې د نا امنو سيمو د امنيت په موخه څو ځله تصفيوي عمليات ترسره شوي؛ خو زياتوي چې د ځواب ويونکې جنګۍ ستراتېژۍ نشتون له امله د عملياتو له پای ته رسېدو سره سم، تصفيه شوې سيمې بېرته د وسله والو لاس ته لوېږي.
هغه پر عامو خلکو هم غږ وکړ، چې د روان زور زياتي پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او له حکومته د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.
د بلخ دغه ټولنيز فعال همدا راز وايي، چې د جنګ ښکېل لوري دې د عامو خلکو د ازار او اذيت سبب نه ګرځي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم وايي، چې د بلخ د ځينو ولسواليو وروستۍ نا امني او له امله يې رامنځته شوي زيانونه، د جدي اندېښنې وړ دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د چمتال، چهاربولک، کشندې او يو شمېر نورو ولسواليو مهمې سيمې امنيتي ځواکونو له لاسه ورکړي، چې دا خپله د خلکو د تشويش لامل ګرځېدلي دي.
حديد زياتوي، چې د حکومت لوړپوړو امنيتي مسوولينو بلخ ته د خپل وروستي سفر پر مهال ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت امنيت له هرې ممکنه لارې څخه په استفادې ټينګوي؛ خو په وينا يې چې لا هم ورځ تر بلې جګړه او نا امني زياتېږي.
نوموړی د بلخ له امنيتي او ملکي چارواکو غواړي چې په پوره همغږۍ د دغه ولايت د نا امنيو د مخنيوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې بيا د بلخ ځايي مسوولين ادعا کوي، چې هلته يې د وسله والو مخالفينو پلانونه شنډ کړي او يادې ډلې ته يې مرګونی زيان اړولی دی.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې له تېرو څو ورځو راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل شوي دي.
نوموړی زياتوي، چې د يادو عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو د تګ راتګ ګڼې لارې تړل شوي او په وينا يې چې لا هم چاڼيز عمليات دوام لري.
فرهاد وويل، چې لسګونه هغه کلي بېرته د افغان ځواکونو له خوا نيول شوي، چې وړاندې د طالبانو تر نفوذ لاندې وو.
د هغه په خبره، ټولو امنيتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه شوې چې د عملياتو پر مهال عامو خلکو ته مالي او ځاني زيان وانه ړوي.
د والي وياند زياته کړه، چې په تصفيه شويو سيمو کې د پوځي بېزونو او پوستو د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
نوموړی وايي، چې په تېرو درې اوونيو کې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو د نه پاملرنه له امله، دوی ته يو لړ زيانونه اوښتي، چې په وينا يې دمګړۍ يادې ستونزې بېرته حل شوې دي.
هغه وويل، چې د بلخ په نا امنه ولسواليو کې پيل شوي پوځي عمليات به د مخالفينو تر بشپړ شکست او له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










