Language

خليلزاد: له افغانستانه د ځواکونو ايستلو پر مهالوېش کومه هوکړه نه ده شوې

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو و زارت ځانګړى استازى زلمي خليلزاد وايي چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو ايستلو پر مهالوېش هېڅ خبره نه ده شوې.

نوموړي د سلواغې په ١٨مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د يوه پوسټ له لارې په دې اړه د ځينو طالب مشرانو څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

خليلزاد وايي: ((د طالبانو ځينو مشرانو ادعا کړې چې ګواکې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش موافقه شوې ده، پرون يې نورو مشرانو هم په دې اړه څرګندونې کړې خو داسې هېڅ خبره نه ده شوې.))

له دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره داسې اوازې رد کړې وې او ويلي يې وو چې دوى له افغانستان سره خپلو اوږودمهاله همکاريو ته دوام ورکوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزرات په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا په پوځي ماموریت کې هر ډول بدلون به حالاتو ته په کتو راځي.

دا په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان په اړه د امریکا لومړی څرګند پیغام بلل کېږي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په څو پړاو خبرو کې د امريکايي ځواکونو پر وتلو بحثونه شوي، خو تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

login or register a new account.