مزار شريف ( پژواک، ۸ کب ٩٧): شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له خوا د کب نهمه، يا د سرتېري ملي ورځ د ځانګړو مراسمو په ترسره کېدو ونمانځل شوه.
په يادو مراسمو کې بلخ کې مېشتو ټولو نظامي ادارو برخه اخيستې وه او افغان ځواکونو خپلې وړتياوې هم نندارې ته وړاندې کړې.
د پروګرام په پيل کې د افغان امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته د احترام په موخه څو شېبې چوپتيا هم غوره شوه.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانان بايد د خپلو ځواکونو له شهامت او قربانيو څخه په لوړه کچه قدرداني وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې افغان سرتېرو د هېواد د امنيت او ټيکاو په خاطر ورځ او شپه پر ځان يوه کړې؛ څو عام خلک په سوله او ټيکاو کې ژوند وکړي.
د رهګذر په وينا، د افغانستان خلک د امنيتي ځواکونو د قربانيو او سرښندنو پوروړي دي.
هغه له ولسمشر څخه هم مننه وکړه، چې امنيتي ځواکونو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د بلخ والي ډاډ ورکړ، چې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ به په هېڅ ميدان کې له ياده ونه ايستل شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد سرتېرو ته په خطاب کې وويل، چې دا هېواد له نيکونو څخه په ميراث راپاتې او اوس يې دفاع او ساتنه د افغان ځواکونو پر غاړه ده.
حديد د سولې له وروستيو خبرو څخه د ملاتړ تر څنګ وويل، چې ټول افغانان د جګړې پای ته شېبې شماري.
نوموړي که څه هم سوله يوه اړينه اړتياوبلله؛ خو دا يې هم وويل، چې افغانان با عزته سوله غواړي؛ څو ورسره د تېرې يوې نيمې لسيزې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس دا هم وويل، چې دوی د داسې سولې غوښتونکي دي، چې په رامنځته کېدو سره يې اوسنی نظام نور هم پياوړی شي.
login or register a new account.