منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې د سرتېري ملي ورځ ونمانځل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۸ کب ٩٧): شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له خوا د کب نهمه، يا د سرتېري ملي ورځ د ځانګړو مراسمو په ترسره کېدو ونمانځل شوه.

په يادو مراسمو کې بلخ کې مېشتو ټولو نظامي ادارو برخه اخيستې وه او افغان ځواکونو خپلې وړتياوې هم نندارې ته وړاندې کړې.

د پروګرام په پيل کې د افغان امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته د احترام په موخه څو شېبې چوپتيا هم غوره شوه.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانان بايد د خپلو ځواکونو له شهامت او قربانيو څخه په لوړه کچه قدرداني وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان سرتېرو د هېواد د امنيت او ټيکاو په خاطر ورځ او شپه پر ځان يوه کړې؛ څو عام خلک په سوله او ټيکاو کې ژوند وکړي.

د رهګذر په وينا،  د افغانستان خلک د امنيتي ځواکونو د قربانيو او سرښندنو پوروړي دي.

هغه له ولسمشر څخه هم مننه وکړه، چې امنيتي ځواکونو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د بلخ والي ډاډ ورکړ، چې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ به په هېڅ ميدان کې له ياده ونه ايستل شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد سرتېرو ته په خطاب کې وويل، چې دا هېواد له نيکونو څخه په ميراث راپاتې او اوس يې دفاع او ساتنه د افغان ځواکونو پر غاړه ده.

حديد د سولې له وروستيو خبرو څخه د ملاتړ تر څنګ وويل، چې ټول افغانان د جګړې پای ته شېبې شماري.

نوموړي که څه هم سوله يوه اړينه اړتياوبلله؛ خو دا يې هم وويل، چې افغانان با عزته سوله غواړي؛ څو ورسره د تېرې يوې نيمې لسيزې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس دا هم وويل، چې دوی د داسې سولې غوښتونکي دي، چې په رامنځته کېدو سره يې اوسنی نظام نور هم پياوړی شي.

هغه له امنيتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په مېړانه دفاع او ساتنه کوي.

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو په ملاتړ خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې له دې سره افغان ځواکونه نور هم په خپلو دندو کې غښتلي شي.

هغه وويل، چې دوی به د جګړې په ګرمو سنګرونو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي او په وينا يې چې ټوله موخه يې د خلکو ارامي او سوکالي ده.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل: (( موږ خپلو خلکو ته ټينګه وعده ورکوو، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به له دې خاورې، هېواد او خلکو څخه دفاع او ساتنه کوو.))

بلخ کې د امنيتي ځواکونو په وياړ جوړو شويو ځانګړو مراسموکې افغان ځواکونو خپل مهارتونه او وړتياوې هم نندارې ته وړاندې کړې.

له تېرو دوو کلونو راهيسې د کب نهمه، په ټول افغانستان کې د سرتېري د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه