Language

نور : له طالبانو سره د سياسي ډلو بله ناسته کې افغان حکومت هم ګډون کوي

مزار شريف ( پژواک، ۱۴کب ۹۷) : د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور وايي، چې له طالبانو سره د احزابو او افغانو سياسي څېرو په راتلونکې ناسته کې حکومت هم برخه اخلي.

نوموړي که څه هم د يادې ناستې کره نېټه په ډاګه نه کړه؛ خو زياته يې کړه، چې دغه غونډه به د مسکو کنفرانس په دوام د سولې په تړاو دويمه ناسته وي، چې د قطر په مرکز دوحه کې جوړېږي او افغان حکومت به هم په کې برخه ولري.

عطامحمد نور د کب په ۱۴مه، د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د سلګونه خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې پر حکومت هم توندې نيوکې وکړې.

د سولې او انتخاباتو په اړه ياده مشورتي غونډه کې نور وويل، حکومتي مشران له دولتي امکاناتو او موقفونو څخه په استفادې وړاندې له وخته خپل کمپاينونه پر مخ بيايي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان دمګړۍ په سختو شرايطو او ستونزو کې راګير دى او له دغه حالت څخه د وتلو لپاره بايد کار وشي.

نوموړي وويل، چې د امنيتي چارواکو د بې کفايتۍ او د حکومت د مديريتي ضعف له امله هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نور په مجهزو امنيتي قرارګاوو د وسله والو بريدونو ته په اشارې وويل، چې امنيتي مسوولين دې  خلکو ته د دروغو وعدو ورکولو پر ځای د خپلو سرتېرو امنيت وساتي.

د هغه په خبره، د هغو امنيتي سرتېرو وينې ته هېڅ احترام نه کېږي، چې د وطن او خلکو د ساتنې په لاره کې يې تويوي.

د نور په وينا، خپله ولسمشر اعتراف هم کوي، چې د حکومت په دوره کې يې ۴۵ زره امنيتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بلخ پخواني والي  د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچې لوړېدو لوی لامل د امنيتي چارواکو بې کفايتي او د حکومت مديريتي ضعف بولي.

د جمعيت ګوند اجراييوي رييس دا هم وويل، چې امنيتي ځواکونو د تجهيزاتو، وسلو او امکاناتو له مخې په ښه ډول سمبال دي؛ خو د ښه مديريت نشتون له امله د جګړې په ډګر کې ډېر زيان ويني.

نور د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې حکومت هڅه کوي؛ څو له دولتي موقف او امکاناتو څخه په استفادې د ځان په ګټه کمپاين وکړي.

login or register a new account.