منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نور : له طالبانو سره د سياسي ډلو بله ناسته کې افغان حکومت هم ګډون کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۱۴کب ۹۷) : د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور وايي، چې له طالبانو سره د احزابو او افغانو سياسي څېرو په راتلونکې ناسته کې حکومت هم برخه اخلي.

نوموړي که څه هم د يادې ناستې کره نېټه په ډاګه نه کړه؛ خو زياته يې کړه، چې دغه غونډه به د مسکو کنفرانس په دوام د سولې په تړاو دويمه ناسته وي، چې د قطر په مرکز دوحه کې جوړېږي او افغان حکومت به هم په کې برخه ولري.

عطامحمد نور د کب په ۱۴مه، د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د سلګونه خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې پر حکومت هم توندې نيوکې وکړې.

د سولې او انتخاباتو په اړه ياده مشورتي غونډه کې نور وويل، حکومتي مشران له دولتي امکاناتو او موقفونو څخه په استفادې وړاندې له وخته خپل کمپاينونه پر مخ بيايي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان دمګړۍ په سختو شرايطو او ستونزو کې راګير دى او له دغه حالت څخه د وتلو لپاره بايد کار وشي.

نوموړي وويل، چې د امنيتي چارواکو د بې کفايتۍ او د حکومت د مديريتي ضعف له امله هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نور په مجهزو امنيتي قرارګاوو د وسله والو بريدونو ته په اشارې وويل، چې امنيتي مسوولين دې  خلکو ته د دروغو وعدو ورکولو پر ځای د خپلو سرتېرو امنيت وساتي.

د هغه په خبره، د هغو امنيتي سرتېرو وينې ته هېڅ احترام نه کېږي، چې د وطن او خلکو د ساتنې په لاره کې يې تويوي.

د نور په وينا، خپله ولسمشر اعتراف هم کوي، چې د حکومت په دوره کې يې ۴۵ زره امنيتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بلخ پخواني والي  د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچې لوړېدو لوی لامل د امنيتي چارواکو بې کفايتي او د حکومت مديريتي ضعف بولي.

د جمعيت ګوند اجراييوي رييس دا هم وويل، چې امنيتي ځواکونو د تجهيزاتو، وسلو او امکاناتو له مخې په ښه ډول سمبال دي؛ خو د ښه مديريت نشتون له امله د جګړې په ډګر کې ډېر زيان ويني.

نور د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې حکومت هڅه کوي؛ څو له دولتي موقف او امکاناتو څخه په استفادې د ځان په ګټه کمپاين وکړي.

هغه زياته کړه : (( عجيبه ده، چې د اجراييه رياست يو معاون له څوکۍ څخه منفک کېږي؛ خو د جمهوري رياست بل برحاله معاون، د ولسمشر تر څنګ ولاړ وي او کمپاين کوي، د قانون له مخې يواځې ولسمشر حق لري، چې د ټاکنو د ترسره کېدو او نوي جمهور رييس تر راتلو پورې په خپل ځای پاتې شي؛ نور ټول کسانو باندې بايد يو شان قانون پلی شي)).

نور زياته کړه، چې حکومتي رهبران ټول هغه لوړ پوړي چارواکي د حکومت له بدنې څخه لرې کوي، چې د دوی په ټاکنيز ټيم پورې تړاو ونه لري.

د عطامحمد نور بله نيوکه دا وه، چې د حکومت رهبري يې د قدرت په انحصار تورنه کړه او زياته يې کړه، چې حکومتي دستګاه هڅه کوي؛ څو ټولې هغه ادارې په خپل کنټرول کې واخلي، چې پرېمانه عايدات لري.

د بلخ پخواني والي وويل: (( زه قسم کوم، چې له ډېرې کمې استثنا پرته نور چې د حکومت هر چارواکی ټاکل کېږي؛ نو د رشوت او پيسو له لارې دنده تر لاسه کوي د بېلګې په ډول واليان، سفيران او نور لوړ رتبه چارواکي)).

هغه زياتوي، چې حکومت نه په کورني سياست او نه هم په بهرني سياست کې بريالی دی، بلکې په وينا يې چې يواځې د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي.

نوموړي د ټاپي په څېر ملي پروژې هم د خکومت شعار امېزه او غولوونکې خبرې وبللې او زياته يې کړه، چې حکومتي دستګاه غواړي په دې ډول خبرو خلک پر ځان رامات کړي.

نوموړي د مسکو کنفرانس او د سولې روانو خبرو ته په اشارې وويل، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او بايد، چې د تحقق لپاره يې کار وشي.

هغه يو ځل بيا پر حکومت نيوکه وکړه، چې د مسکو کنفرانس پر وړاندې يې تخريبي دريځ نيولی وو، حال دا چې ياد کنفرانس کې سياسي احزابو د افغانستان د نظام د بقا په اړه ګډون کړی وو.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس همدا راز وويل، چې طالبان تر اوسه هم په دې ټينګار کوي، چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؛ خو د هغه په خبره سياسي احزابو دغه ډله تشويق کړې، چې له حکومت سره هم خبرې وکړي.

د نور په وينا، د سولې په تړاو د سياسي احزابو او طالبانو تر منځ کېدونکې دويمه ناسته کې به دا ځل افغان حکومت هم شامل وي.

نوموړي که څه هم  له طالبانو سره د دويمې ناستې د وخت او نېټې په اړه کره معلومات وړاندې نه کړل، خو زياته يې کړه، چې ياده غونډه به د مسکو کنفرانس په دوام کې د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي، چې افغان حکومت به هم په کې برخه ولري.

هغه وويل، چې د افغان حکومت په پرتله طالبان د سولې روانو خبرو کې بريالی سياست لوبوي.

نوموړى د مسکو کنفرانس مشترکه اعلاميه لويه لاسته راوړنه بولي، چې په وينا يې وسله والو طالبانو د بيان ازادي، د ښځو حقونه او د افغانستان د نظام او بنسټونو ساتل او تقويه کول ورسره منلي دي.

د بلخ پخواني والي ټينګار وکړ، چې سوله او انتخابات دواړه ملي پروسې دي او افغانان بايد دواړو پروسو ته تياری ولري.

هغه وويل: (( موږ دوه ملي پروسې په مخ کې لرو، سوله او ټاکنې. زموږ مسووليت دی، چې د دواړو لپاره تياری ونيسو، که خدای مکړه د سولې خبرې پايله نه ورکوي؛ نو بايد ټاکنې ترسره کړو او په مشروع ډول قدرت انتقال کړو)).

عطامحمد نور زياته کړه، چې امريکا متحده ايالات غواړي؛ څو له ټاکنو وړاندې طالبانو سره د سولې يوې پايلې ته ورسېږي.

افغان حکومت تر اوسه د عطامحمد نور د تازه څرګندونو او نيوکو په تړاو څه نه دي ويلي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست