مزار شريف ( پژواک، ۱۵کب ۹۷) د بلخ ولايت سوداګرۍ خونه او يو شمېر سوداګر وايي، چې ځيني مافيايي کړۍ په دغه ولايت کې د سوداګريزو چارو د يرغمل کېدو هڅه کوي.
د بلخ سوداګرو دغه څرګندونې وروسته له هغه د کب په ۱۵مه، مزار شريف ښار کې د يوه کنفرانس له لارې وکړې، چې حيرتان سوداګريز بندر کې د سوداګريزو توکو د لويو موټرو لسګونه چلوونکو اعتراض کړی او د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم د نوبتي کېدو غوښتنه کوي.
يعقوب خان د مزار شريف – حيرتان تر منځ لويې لارې موټر چلوونکی دی، چې خپل موټر کې له حيرتان بندر څخه مزار شريف ښار ته سوداګريز توکي انتقالوي.
ده پژواک ته وويل، وروسته له هغه د دغه لين لسګونه موټر چلوونکو اعتراض پيل کړ او د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم نوبتي کېدو غوښتنه يې وکړه، چې سوداګرو به له موټر چلوونکو سره د مور او مېرې چلند کاوه.
نوموړي زياته کړه : (( شپاړلس ورځې کېږي، چې زما موټر کې سوداګريز توکي بار او مزار ښار کې ولاړ دی، سوداګر ته چې مراجعه وکړم او ورته ووايم چې راشه مال دې کښته کړه، نور راته وايي، چې صبر د خرڅلاوو زمينه يې برابره شي، دا سراسر زما لپاره تاوان دی، موږ د دې وضعيت پاى ته رسېدو په خاطر اعتراض پيل کړی)).
دغه موټر چلوونکی زياتوي، چې سوداګر د ازاد بازار قانون څخه په غلطې استفادې هغو موټرو کې خپل توکي انتقالوي، چې له چلوونکو سره پېژندګلوي ولري.
د هغه په خبره له همدې امله ځيني موټر هره ورځ کار کوي او ځيني نور بيا په ورځو ورځو بېکاره ولاړ وي.
يعقوب غوښتنه وکړه، چې د دغې بې عدالتۍ د پای ته رسېدو په خاطر بايد حکومت او مسوولې ادارې لاس په کار شي.
په ورته وخت کې بيا يو شمېر سوداګر د حيرتان – مزار لويې لارې د موټر چلوونکو اعتراضونه د مافيايي کړيو په اشاره پيل شوي بولي.
سوداګر اسدالله خان پژواک ته وويل، چې د ازاد بازار د قانون له مخې هر سوداګر حق لري، په هغه موټرو کې خپل توکي ولېږدوي، چې ګټه يې په کې وي.
د هغه په خبره، د يادو اعتراضونو په دوام سره به په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې نورې هم ټکنۍ شي.
ياد سوداګر وويل: (( د ترانسپورټ په قانون کې د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم د نوبتي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي، بلکې د ازاد بازار قانون له مخې هر څوک د سالمې سيالۍ له لارې د ډېرې ګټې تر لاسه کېدو حق لري، خو له بده مرغه بلخ کې يو شمېر مشخصې کړۍ غواړي، چې سوداګريزې چارې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په سوداګرو باندې خپل فرمايشونه ومني)).
login or register a new account.