مزار شريف ( پژواک، ۱۵کب ۹۷) د بلخ ولايت سوداګرۍ خونه او يو شمېر سوداګر وايي، چې ځيني مافيايي کړۍ په دغه ولايت کې د سوداګريزو چارو د يرغمل کېدو هڅه کوي.
د بلخ سوداګرو دغه څرګندونې وروسته له هغه د کب په ۱۵مه، مزار شريف ښار کې د يوه کنفرانس له لارې وکړې، چې حيرتان سوداګريز بندر کې د سوداګريزو توکو د لويو موټرو لسګونه چلوونکو اعتراض کړی او د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم د نوبتي کېدو غوښتنه کوي.
يعقوب خان د مزار شريف – حيرتان تر منځ لويې لارې موټر چلوونکی دی، چې خپل موټر کې له حيرتان بندر څخه مزار شريف ښار ته سوداګريز توکي انتقالوي.
ده پژواک ته وويل، وروسته له هغه د دغه لين لسګونه موټر چلوونکو اعتراض پيل کړ او د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم نوبتي کېدو غوښتنه يې وکړه، چې سوداګرو به له موټر چلوونکو سره د مور او مېرې چلند کاوه.
نوموړي زياته کړه : (( شپاړلس ورځې کېږي، چې زما موټر کې سوداګريز توکي بار او مزار ښار کې ولاړ دی، سوداګر ته چې مراجعه وکړم او ورته ووايم چې راشه مال دې کښته کړه، نور راته وايي، چې صبر د خرڅلاوو زمينه يې برابره شي، دا سراسر زما لپاره تاوان دی، موږ د دې وضعيت پاى ته رسېدو په خاطر اعتراض پيل کړی)).
دغه موټر چلوونکی زياتوي، چې سوداګر د ازاد بازار قانون څخه په غلطې استفادې هغو موټرو کې خپل توکي انتقالوي، چې له چلوونکو سره پېژندګلوي ولري.
د هغه په خبره له همدې امله ځيني موټر هره ورځ کار کوي او ځيني نور بيا په ورځو ورځو بېکاره ولاړ وي.
يعقوب غوښتنه وکړه، چې د دغې بې عدالتۍ د پای ته رسېدو په خاطر بايد حکومت او مسوولې ادارې لاس په کار شي.
په ورته وخت کې بيا يو شمېر سوداګر د حيرتان – مزار لويې لارې د موټر چلوونکو اعتراضونه د مافيايي کړيو په اشاره پيل شوي بولي.
سوداګر اسدالله خان پژواک ته وويل، چې د ازاد بازار د قانون له مخې هر سوداګر حق لري، په هغه موټرو کې خپل توکي ولېږدوي، چې ګټه يې په کې وي.
د هغه په خبره، د يادو اعتراضونو په دوام سره به په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې نورې هم ټکنۍ شي.
ياد سوداګر وويل: (( د ترانسپورټ په قانون کې د سوداګريزو توکو د انتقال سيستم د نوبتي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي، بلکې د ازاد بازار قانون له مخې هر څوک د سالمې سيالۍ له لارې د ډېرې ګټې تر لاسه کېدو حق لري، خو له بده مرغه بلخ کې يو شمېر مشخصې کړۍ غواړي، چې سوداګريزې چارې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په سوداګرو باندې خپل فرمايشونه ومني)).
اسدالله خان وويل، چې د موټر چلوونکو د اعتراضونو په دوام سره به هره ورځ سوداګريز سکتور ته د لسګونه زره ډالرو زيان ورسېږي.
ده د بلخ له سيمه ييزو چارواکو د قانون په رڼا کې د يادې ستونزې د حل کېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ سوداګرۍ خونه هم وايي، چې يو شمېر فرصت طلبه کړۍ بلخ کې د سوداګريزو چارو د يرغمل کېدو هڅه کوي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير نصير احمد قاسمي پژواک ته وويل، يو شمېر کسانو د موټر چلوونکو له نوم څخه په استفادې هڅه کړې، چې غير قانوني غوښتنې په سوداګرو ومني.
د هغه په خبره، ترانسپورټ وزارت دوی ته رسمي مکتوب ورکړی، چې په هر هغه موټر کې سوداګرو ته ډېره ګټه وي؛ نو په هماغه کې دې خپل توکي له يو ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي.
نوموړی زياتوي، چې يو شمېر کسانو لاره بنده کړې او سوداګر نه پرېږدي، چې خپل توکي له حيرتان څخه د هېواد نورو برخو ته ولېږدوي.
د قاسمي په وينا، د ياد حالت په دوام سره به سوداګرو ته لوی زيانونه واوړي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير د بلخ پر سيمه ييزو چارواکو هم نيوکه وکړه، چې په حيرتان بندر کې د رامنځته شوي مشکل په حل کې پاتې راغلي دي.
د بلخ ولايت مقام د تخنيکي سکتور رييس ذبيح الله اختري بيا د يادې ستونزې د حل کېدو برخه کې د سيمه ييزو چارواکو پاتې کېدل په کلکله ردوي او وايي، چې دواړه لوري خبرې لري چې په وينا يې بايد واورېدل شي.
د هغه په خبره، دمګړۍ د حيرتان بندر لاره پرانيستې ده او سوداګر کولای شي، چې خپل توکي انتقال کړي.
نوموړی زياتوي، چې د ياد مشکل د اساسي حل لپاره هم هڅې روانې دي.
له دې سره د بلخ د ترانسپورټ رييس مصطفی سروش پژواک ته وويل، چې د معترضو موټر چلونکو او سوداګرو تر منځ يې بار بار ناستې برابرې کړي؛ خو تر اوسه نه دي بريالي شوي چې ياده ستونزه حل کړي.
هغه وويل، چې په اساسي ډول د دغې ستونزې د حل لپاره بايد د سوداګرۍ او ترانسپورټ وزارتونو په ځينو قوانينو او طرزالعملونو کې بدلون راشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










