کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د ميرويس نيکه جام درې ورځنيو "فرسټ کلاس" کرکټ ولايتي سياليو پاى لوبه د کابل او کندوز ترمنځ مساوي پاى ته ورسېده، خو د زياتو نومرو له امله کابل لوبـډله اتله اعلان شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې درې ورځنيو سياليو پايلوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د کابل لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د کندوز پر وړاندې يې ٥٣١ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې يې د کندوز ټوله لوبډله پر ٢٢٢ منډو وسوځېده.
هوتک وايي، دغه راز کابل په دويمه پاڼۍ کې ٣٤٦ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ٦٥٦ منډو هدف وټاکه, خو د لوبې د درېيمې ورځې تر پايه پورې د کندوز لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او د درېيو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٨٣ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د کابل لوبـډلې له لوري ميرويس ځاځي ١٥٩، نثار وحدت ١٣٧ او سليمان صافي ١٠١ منډې او د کندوز له لوري زاهد زاخېل ٧٦، عبدالهادي ٧٣ او عبدالرزاق ٦٠ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د کابل له لوري محمد همکار اووه او د کندوز له لوري سميع الله پنځه لوبغاړي وسوځول.
د کابل لوبډلې لوبغاړي ميرويس ځاځي چې په ټوليزه توګه يې په دې لوبه کې ٢٠٤ منډې کړې وې، غوره لوبغاړى اعلان شو او حيات الله د ميرويس نيکه جام سياليو غوره لوبغاړى ونومول شو، هغه ٢٨٥ مڼدې کړې وې او اته لوبغاړي يې هم سوځولي وو.
دغه راز د کابل لوبغاړى نثار وحدت چې ٦٥٣ منډې يې کړې وې، غوره توپوهونکى او د کندوز پروېز امين چې ٢٣ لوبغاړي يې سوځولي وو، غوره توپ اچونکى ونومول شو.
د دې سياليو د پاى په مراسمو کې د کرکټ بورډ د سرپرست اجرائيه رييس اسدالله خان، د ننګرهار کرکټ مسوولينو او نورو کسانو برخه اخيستې وه.
د کرکټ بورډ سرپرست اجرائيه رييس اسدالله خان وويل، ځوانانو وښوده چې دوی څومره وړتيا لري او افغان کرکټ له دې لارې ډېر پټ استعدادونه وموندل چې په راتلونکي کې به د افغانستان لپاره تر دې لا ښه وځلېږي.
په دې سياليو کې د پنځو زونونو د پنځو ولايتونو (کابل, کندهار, کونړ, کندوز او خوست) لوبډلو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.