Language

ولسمشر غني په يوه رسمي سفر اماراتو ته ولاړ

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني له یوه لوړپوړي پلاوي سره په يوه رسمي سفر نن سهار متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر به په دغه سفر کې د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد شيخ محمد بن زاید ال نهیان سره وویني، د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو له قوماندان او يو شمېر نورو مشرانو سره به هم وګوري.

هغه زياته کړه چې دغه راز د دغه سفر په پاى کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه اعلاميه هم خپره شي.

چخانسوري وويل چې د محمداشرف غني او د ابوظبۍ د امیر او ولیعهد شيخ محمد بن زاید آل نهیان په شتون کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ هوکړه ليکونه هم لاسلیک کړي.

login or register a new account.