Language

ولسمشر غني د امنيتي ارګانونو له مشرانو سره د عملياتو پر څرنګوالي غونډه وکړه

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني د امنيتي سکتور له مشرانو سره د هېواد پر وروستيو امنيتي حالاتو او راتلونکو عملياتو ځانګړې غونډه وکړه.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ د عمومي امنیتي وضعیت او  د راتلونکو ورځو او میاشتو د پلان شوو عملیاتو په اړه ولسمشر غني ته راپور ورکړ.

چخانسوري وايي، ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور  له رهبرۍ د مننې تر څنګ هغوی ته د امنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.