کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): ټاکل شوې ده چې د افغان سياستوالو او طالبانو ترمنځ دويمه ناسته د نوي لمريز کال د وري مياشتې په ٢٥مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د افغان سياستوالو او طالبانو د استازو ترمنځ لومړۍ غونډه د ١٣٩٧ لمريز کال د سلواغې په ١٦مه په مسکو کې شوې وه، خو افغان حکومت ورسره مخالفت کړى و.
ټاکل شوې وه چې د دوى ترمنځ دويمه ناسته څو ورځې مخکې شوې واى، خو د ځينو نامعلومو دلایلو له امله ځندېدلې وه.
د مسکو تېره ناسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا تنظيم شوې وه او راتلونکې ناسته هم یاد دفتر تنظيموي.
د کرزي د دفتر يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قطر د ناستې په اړه سلا مشورې روانې دي.
سرچينې زياته کړه، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د راتلونکې وري مياشتې په ٢٥مه (د اپرېل ١٥مه) ترسره شي.
يادې سرچينې وويل چې د کرزي دفتر له بېلابېلو سياسي شخصيتونو سره پر خبرو اترو بوخت دى او کېداى شي دغه ځل په دې ناسته کې ٨٠ کسان له کابله ګډون وکړي.
د يادونې ده، د مسکو په تېره ناسته کې د حامد کرزي په مشرۍ شاوخوا ٤٠ سياسي اشخاصو ګډون کړی و.
د حامد کرزي د واکمنۍ پخوانى سلاکار شهزاده مسعود هم پژواک اژانس ته ومنله چې د قطر د ناستې په اړه سلا مشورې روانې دي، خو تر اوسه د ګډونوالو لېست نه دى بشپړ شوى.
د هغه په وينا، تر نوروز وروسته به د دې ناستې په اړه ډېر جزئيات په ډاګه شي.
login or register a new account.