Language

مجددي: د قطر د پټو مذاکراتو په اړه افغانان اندېښمن دي

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د افغانستان د نجات ملي جبهې رييس وايي چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د پټو مذاکراتو په اړه افغانانو ته اندېښنې پيدا شوې او دې اندېښنو ته بايد ځواب ورکړل شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د نجات ملي جبهې رييس ډاکتر ذبيح الله مجددي د کب په ٢٩مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

په دغه خبري کنفرانس کې د دغه ګوند د اجرائيه شورا غړو او نورو مشرانو هم برخه اخيستې وه.

مجددي وويل، سوله د ټولو افغانانو ګډ او ملي ارمان دی، دغه ارمان ته د رسېدو په موخه کابو نيمه پېړۍ افغانانو د ځان او مال قربانۍ او سرښندنې ورکړي دي.

هغه زياته کړه، د  افغانستان د نجات ملي جبهې مشرتابه او ټولو غړو ته سوله خورا زيات اهمیت او تر نورو ملي مسایلو لومړیتوب لري.

د نوموړي په وينا، د دغه ګوند پخواني مشر صبغت الله مجددي چې شپږ کاله د سولې د خپلواک ملي کمېسيون شمر و، کابو لس زره وسله وال مخالفين يې له دولت سره پخلا کړي وو.

مجددي وويل چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د پټو مذاکراتو په اړه له افغانانو سره ځينې اندېښنې پيدا شوې دي چې باید ځواب ورته وویل شي.

هغه وايي، افغانان په هر قيمت سولې ته تيار دي، خو د هېواد ملي او اسلامي ارزښتونه او خپلواکي په هېڅ صورت هم د سولې د قيمت په توګه نه معامله کوي او خپل ملي ارزښتونه، ارضی تمامیت او خپلواکي د سرو کرښو په توګه پېژني، پر وړاندې يې هر ډول معامله ردوي او پر وړاندې يې کلک درېږي.

د نجات جبهې مشر وايي، په قطر کې هم د سولې بهير ته افغانان هيله من وو او دي، خو دا چې د افغانانو نماينده حکومت په کې حاشيه کې ساتل کېږي، برعکس د سيمې استخبارات په کې له بشپړو جزئياتو باخبره ساتل کېږي.

د هغه په وينا، د دې څرګنده بېلګه د پاکستان د لومړي وزیر له خولې د موقت حکومت خبره اعلانول وو.

دغه کار نه يوازې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان بربنډه لاسوهنه ده، بلکې د افغانانو په ټوليز او عمومي ذهنيت کې يې د دغه بهير پر محتوا او د امريکا او طالبانو پر نيتونو شکونه هم پيدا کړي دي.

مجددي په دې اړه افغانانو او افغان حکومت ته د لازم وضاحت او سپيناوي ورکولو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.