Language

خليلزاد: د سولې لاره نه اسانه ده او نه هم مستقيمه

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د سولې پروسه لا هم له ګڼو کړاوونو ډکه ده.

نوموړي دغه څرګندونې په امريکا کې د افغانستان له سفيرې مېرمن رويا رحماني سره تر ليدنې وروسته په خپله ټويټرپاڼه کې د يوه پوسټ په ترڅ کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې پرون يې له افغان سفيرې رويا رحماني سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې د تېرو او راتلونکو  اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

خليلزاد ويلي: ((پر کومه لاره چې موږ روان يو، نه اسانه ده او نه هم مستقيمه، بلکې له کړاوونو ډکه لاره ده.))

د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې پر لاره سم روان و اوسو، دا مهمه ده چې بايد په ګډه ولاړ شو.

د يادونې ده، زلمي خليلزاد له وسله والو طالبانو سره په قطر کې د سولې پنځه پړاوه خبرې کړې دي او تېره مياشت يې په پنځم پړاو کې د ځينو مهمو پرمختګونو خبر ورکړى دى.

هغه ويلي چې له طالبانو سره د ځواکونو پر ايستلو او له ترهګرۍ سره مبارزه کې هوکړې ته رسېدلي او بل پړاو کې به پر اوربند او بين الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.

خو خليلزاده دا هم په ډاګه کړې، څو پورې چې پر ټولو موضوعاتو هوکړه نه وي شوې، پر هېڅ هم هوکړه نه کېږي.

login or register a new account.