جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې ډاکټرې د کتنځای مخې ته چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۵مه پژواک ته وويل، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند مخابراتو چوک ته څېرمه د کامران په نوم يوې پلازا کې چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د ډاکټرې فريدې د کتنځای مخې ته د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې پر کتنځای سربېره يې يو درملتون او د کلچو يو پلورنځی هم زیانمن کړي دي.
د نوموړي په خبره، چاودنه کې درې ماشومان او درې مېرمنې برسېرن ټپيان شوي دي.
خوږياڼي وويل، ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمېر ډاکټرانو په کلينيکونو او کتنځايونو کې چاودنې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن