مزار شريف ( پژواک، ۸ وری ۹۸) : پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې د افغان سولې برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد يواځې د جګړې د بهرني اړخ په تړاو له طالبانو سره د خبرو کولو حق لري.
نوموړي د وري په ۸مه، مزار شريف کې له يو شمېر ديني عالمانو سره په ګډه غونډه کې دا هم وويل، چې ټولې خواوې بايد د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وکړي.
اکبر اغا له عامو افغانانو وغوښتل، چې د سولې په روانه پروسه کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې د سولې روانه پروسه نه سبوتاژ کوي.
د هغه په خبره، د سولې روانه پروسه بايد ژر تر ژره بين الافغاني اړخ ته داخله شي، چې د افغانستان خلک، ديني علما، سپين ږيري او متنفذين دې د درېيمګړو په حيث دې برخه کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.
د اکبر اغا په وينا، خلک بايد پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د خلاصون لارې شوار مشر د زلمي خليلزاد ماموريت محدود وباله.
هغه وويل: (( خليلزاد د بهرنيانو استازی دی، د هغه ماموريت محدود دی، هغه دې يواځې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه طالبانو سره وغږېږي، د نورو مسايلو په اړه د خبرو کولو اجازه بايد ورنه کړل شي، د سولې خبره بايد يواځې د افغانانو تر منځ وشي.))
د هغه په خبره طالبان د سولې په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ډېر ټينګار کوي او همدا راز د نظام د اصلاح کېدو برخه کې هم يو لړ غوښتنې لري.
نوموړی زياتوي، چې د حکومت او بهرنيانو په هوايي بريدونو او د طالبانو په چاودنو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې او غندلو وړ ده.
ديني عالم محسن دانش په خپلو خبرو کې د افغانانو تر منځ پر خپلمنځي يووالي ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه، چې د روان ناوړه وضعيت د مخنيوي لپاره له سولې پرته بله هېڅ لار نه شته.
login or register a new account.