مزار شريف ( پژواک، ۸ وری ۹۸) : پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې د افغان سولې برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد يواځې د جګړې د بهرني اړخ په تړاو له طالبانو سره د خبرو کولو حق لري.
نوموړي د وري په ۸مه، مزار شريف کې له يو شمېر ديني عالمانو سره په ګډه غونډه کې دا هم وويل، چې ټولې خواوې بايد د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وکړي.
اکبر اغا له عامو افغانانو وغوښتل، چې د سولې په روانه پروسه کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې د سولې روانه پروسه نه سبوتاژ کوي.
د هغه په خبره، د سولې روانه پروسه بايد ژر تر ژره بين الافغاني اړخ ته داخله شي، چې د افغانستان خلک، ديني علما، سپين ږيري او متنفذين دې د درېيمګړو په حيث دې برخه کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.
د اکبر اغا په وينا، خلک بايد پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د خلاصون لارې شوار مشر د زلمي خليلزاد ماموريت محدود وباله.
هغه وويل: (( خليلزاد د بهرنيانو استازی دی، د هغه ماموريت محدود دی، هغه دې يواځې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه طالبانو سره وغږېږي، د نورو مسايلو په اړه د خبرو کولو اجازه بايد ورنه کړل شي، د سولې خبره بايد يواځې د افغانانو تر منځ وشي.))
د هغه په خبره طالبان د سولې په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ډېر ټينګار کوي او همدا راز د نظام د اصلاح کېدو برخه کې هم يو لړ غوښتنې لري.
نوموړی زياتوي، چې د حکومت او بهرنيانو په هوايي بريدونو او د طالبانو په چاودنو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې او غندلو وړ ده.
ديني عالم محسن دانش په خپلو خبرو کې د افغانانو تر منځ پر خپلمنځي يووالي ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه، چې د روان ناوړه وضعيت د مخنيوي لپاره له سولې پرته بله هېڅ لار نه شته.
د دانش په خبره، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول قومونه بايد په کې عزتمند او سوله ييز ژوند ولري.
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې له روسانو او يهودانو سره د خبرو کولو تر څنګ دې مهرباني وکړي له افغانانو سره هم مذاکرات وکړي، چې روانه لانجه حل شي.
هغه وويل، رښتينې سوله هغه وخت ټينګېدای شي، چې افغانان سره کېنې او خپله ستونزه په خپله حل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










