Language

د سولې د روانو خبرو لپاره د ټولو هڅو پر يو کېدو ټينګار وشو

ګردېز (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د سوېل ختيځ زون ګڼو ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د سولې د روانو خبرو لپاره د ټولو هڅو پر يو کېدو ټينګار وکړ او له سياسيونو يې وغوښتل چې له شخصي حرکتونو ډډه وکړي او د دې ملي پروسې د پياوړتيا او بري لپاره دې لاس په کار شي.

د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو يادو شويو مشرانو او ځوانانو نن په تندر قول اردو کې د سولې د نظرياتو په اړه جوړه شوې غونډه کې د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې دا خبرې به ښې پايلې ولري.

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده، د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه برابره ده او د روانو ويجاړيو او وژنو مسول هغه څوک دی چې جګړې ته دوام ورکوي.

دى زياتوي: ((هر هغه څوک چې د افغانستان متحد قومونه په مختلفو نومونو باندې د تعصب په وجه تقسيموي، د الله، د الله د رسول او د دې نظام دښمنان دي. دا د افغانستان د واحدو قومونو دښمنان دي چې څوک په دې شيانو کې مخالفت کوي او خنډونه جوړوي.))

قومي مشر جنت خان منګل وايي چې د لويې پکتيا قومي مشران له تېرې څه مودې راهيسې د وسله والو طالبانو له لوړو چارواکو او سيمه ييزو مسوولينو سره په اړيکه کې دي او د مخامخ ناستو او نورو لارو يې د روانې شخړې د هواري لپاره ور سره د خلکو غوښتنې او د خپل منځګړيتوب وړانديز شريک کړی دی.

نوموړي وويل، ځوانان او مشران په غوڅ ډول د هر قسم موقتې ادارې مخالف دي او پر ځينو سياسي ډلو او اشخاصو يې نيوکه وکړه چې له دې ملي مسئلې سره سرسري او د خپلو شخصي ګټو له مخې چلند کوي.

دی وايي: ((زموږ او د طالبانو تر منځ څو ځله ناستې شوې، خطونه او ارتباطات تبادله شوي. حکومت په جريان کې دی، د طالبانو رهبري په جريان کې ده. اوس هم دا لړۍ روانه ده. د لويې پکتيا د خلکو، مشرانو او علماوو غوښتنه دا وه چې بايد په هېواد کې اوربند وشي. څوک چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي، هغه ته نه سياسيون وايو او نه افغان.))

د خوست ولايت ديني عالم مولوي حسن وويل چې د ملي ګټو او ارزښتونو ساتل کېدو په شرط د سولې لپاره په داخل او خارج کې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي، خو ټينګار يې دا دی چې دا خبرې بايد د نورو له انحصاره راووځي او افغانان مخامخ سره کيني.

ده وويل: ((د نورو دولتونو په علماوو باندې دا غږ کوو چې زموږ په اسلامي حکومت او هېواد باندې د کفر فتواوې او ټاپې مه لګوئ. موږ ګاونډيانو ته احترام لرو، خو له دوی هم د متقابل احترام غوښتنه کوو. که دوی موږ ته کافر وايي، بيا موږ هم دوی ته وايو چې ته هم کافر يې. مسلمان ته په کافر ويلو مسلمان کفر ته رسيږي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ وويل چې خلک د روانې جګړې په اصليت او ماهيت پوهېدلي او په همدې اساس د سولې په خبرو کې په شته ملي بنسټونو هېڅ ډول معامله نه مني.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ جګړه د سولې د ټينګښت په خاطر ده. موږ چې خپل فشارونه د دښمن په موضِعګانو باندې زيات کړي، د دې لپاره چې هغوی سولې ته راشي. بيا هم وايم چې دا وطن د پنجابيانو، ايرانيانو، صفويانو، روسانو او بل چا ندی، دا زموږ وطن دی او موږ به يې ساتو.))

login or register a new account.