کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د ناټو سرمنشي وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى د سولې د تړون په اړه خبرې کوي، نه د ځواکونو د وتلو د تړون په اړه.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبرې غونډه کې وکړې.
دغه ځانګړې غونډه د ناټو سازمان داويايمې کاليزې نمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه چې غړو هېوادونو د افغانستان په اړه هم په کې خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، د ناټو تر ٢٠ زرو زيات سرتېري همدا اوس په افغانستان، عراق او کوسووا کې پر ماموريت بوخت دي او لسګونه زره نور د غړو هېوادونو په دفاع کې همکاري کوي.
د ناټو سرمنشي دغه راز وويل،د بهرنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په دې برخه کې د ناټو د همکارۍ او مبارزې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې.
سټولټنبرګ وايي : (( د بهرنيو چارو وزيرانو دغه راز د افغان شخړې د سياسي هواري په اړه د امريکا له خوا پر پيل شويو هڅو هم خبرې وکړې ، په دې برخه کې د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له ناټو سره په دوامداره توګه مشورې کوي.))
د هغه په وينا، په دې برخه کې ناټو او امريکا له نږدې څخه پر همغږۍ کار کوي.
ده وويل : ((موږ ټول غړي هېوادونه افغانستان ته په ګډه تللي يو او د راتلونکي په اړه هم به يې هم په ګډه پرېکړه کوو.))
د افغان سولې په تړاو د امريکا د استازي زلمي خليلزاد د هڅو او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل، زلمي خليلزاد څو ځله ويلي چې هغه د سولې د تړون لپاره کار کوي، نه د ځواکونو د وتلو د تړون لپاره .
هغه وايي : (( ددې ټولو هڅو موخه داده چې په افغانستان کې يو سياسي جوړ جاړى رامنځته شي او له لارې يې له کلونو کلونو وروسته په افغانستان کې سوله رامنځته شي.))
د ناټو سرمنشي ويلي، له خليلزاد سره ددوى له مشورو څخه موخه داده، څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.
ده په ډاګه کړه، تر هغه پور تلپاتې سوله نه شي راتللى، څو پورې افغان حکومت په دې هڅو کې ورګډ نه کړاى شي.
login or register a new account.