Language

امنيه قوماندان: په مزارشریف کې نامسوول وسله وال د قانون منګولو ته سپارو

مزارشريف (پژواک، ۱۷ ورى ۹۸): د بلخ امنيه قوماندان وايي، د مزارشریف ښار په هر کور او هره قرارګاه کې چې نامسوول وسله وال شتون ولري، پوليس یې په تعقیب کې دي او له نيولو وروسته به يې د قانون منګولو ته سپاري.

امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز دغه څرګندونې د وري په ۱۷مه په مزارشريف کې ډاياګ (د بې وسلې کولو پروګرام) ته د يو شمېر وسلو سپارلو پر مهال وکړې.

ده زياته کړه، تېره ورځ يې په مزارشريف کې د ناقانونه وسله والو د نيولو او بې وسلې کولو پر ضد کمپاين پيل کړ چې په لومړۍ ورځ يې ۳۴ نامسوول وسله وال، وسلې او بې اسناده موټر نيولي چې قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.

د هغه په وينا، پوليس هڅه کوي مزارشریف ښار له ناقانونه وسله والو څخه پاک کړي.

امنيه قوماندان وويل: ((موږ به هغو کورونو او قرارګاوو ته ورځو چې هلته ناقانونه وسله وال موجود وي، تاسې به شاهدان ياست چې موږ به هغوی نيسو او د قانون منګولو ته به يې سپارو.))

مبارز زياتوي، پر دې سربېره چې پوليس د خلکو د مالي او ځاني امنيت خونديتوب دنده لري، په هېڅ ډول به هغو خلکو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي چې د قانون خلاف کړنې ترسره کوي.

د بلخ امنيه قوماندان دا هم وويل چې د پوليسو له خوا نيول شوي وسله وال او وسلې يې د يوه موظف ټيم له خوا څېړل کېږي او په وينا يې، کوم کس چې رسمي جواز ولري، هغو ته بېرته وسله ورکول کېږي.

مبارز وايي، په دې برخه کې هېڅ ډول واسطه ورته د منلو نه ده او په وينا يې، پوليس به خپله دنده له قانون سره سم پر مخ بيايي.

امنيه قوماندان وويل، هر هغه څوک چې له ناقانونه وسله والو سره مرسته کوي او هغوی ته د فعاليت زمينه برابروي، د جرم شريکان دي او پر ضد به يې مبارزه وشي.

هغه زياته کړه، هڅې يې روانې کړې څو د بلخ په هغو ولسواليو کې هم امنيت ټينګ کړي چې دمګړۍ ستونزې په کې دي.

د نوموړي په خبره، لا هم يو شمېر پوليس د ناقانونه اشخاصو او وسله والو په خدمت کې دي او دوی هڅه پيل کړې څو د بلخ پوليسو ليکې منسجمې او منظمې کړي.

مبارز په نږدې وخت کې، په بلخ کې له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې په منظور د شپنيو عملياتو پيلېدو خبر هم ورکړ.

login or register a new account.