Language

خليلزاد: د امريکايي سرتېرو وژونکي بايد محکمې ته کش کړل شي

کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٨): د امريکا ځانګړى استازى د درېيو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې ويلي چې قاتلين یې بايد محکمې ته راکش کړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې په پروان ولايت کې د طالبانو له خوا د درېيو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي.

دوه ورځې مخکې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې درې امريکايي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي چې پر دې پېښې سخت خواشينى او دردېدلى دى.

هغه زياته کړې چې دغو سرتېرو د خپلو خلکو د ژوند خوندي کولو لپاره دلته قرباني ورکړه.

خليلزاد د دغو سرتېرو د وطنپالنې ستاينه کړې او د مجرمينو چې دغه کار يې ترسره کړی، سخته غندنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، د وژل شوو ستاينه په دې کې ده چې د هغوى قاتلين محکمې ته راکش کړل شي.

هغه زياته کړې: ((د يوې تلپاتې سولې له تړون سره بايد افغان جګړه  نور پاى ته ورسېږي او دا ډاډ ورکړل شي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او له دغه هېواده امريکا ته خطر رامنځته نه شي.

login or register a new account.