کابل (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه هېواد افغانستان ته د خوراکي توکو نږدې څلور زره ټنه بشري مرسته لېږلې ده.
ټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې په دې مرسته کې له تغذيوي پلوه غني شوي اوړه او غنم شامل دي.
د سرچینې په خبره، دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په صندوق کې د روسیې د منظمې ونډې یوه برخه ده چې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د دې مرستې وزن ۳ زره او ۹۷۶ ټنه دی او په افغانستان کې به پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.