مزارشريف (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): په بلخ کې د عامې روغتيا او حيرتان بندر خدماتي چارو (استراس) رياستونو لپاره يوه مياشت وړاندې د اداري اصلاحاتو ادارې له خوا او د ولسمشر غني په حکم نوي رييسان ټاکل شوي خو لا هم دغو کسانو خپلې دندې په رسمي ډول نه دي پيل کړې.
دغه تازه ټاکل شوي رييسان وايي چې د اداري اصلاحاتو له لارې په ازاده سيالۍ کې له ګډون کولو وروسته بريالي شوي او د ولسمشر احکام هم لري، خو د بلخ سيمه ييز مسوولين يې د معرفي کېدو په برخه کې ناغېړي کوي.
د بلخ ولايتي شورا رييس بيا وايي، دغه ستونزه د نه تفاهم له امله رامنځته شوې او هيله يې وښوده چې ژر به حل شي.
ډاکټر خليل حکمتي نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د ازادې سيالۍ له لارې د بلخ د عامې روغتیا رياست څوکۍ ته بريالی شوی، خو نوموړي تر اوسه هم خپله دنده په رسمي ډول نه ده پيل کړې.
هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې بار بار يې بلخ ولايت مقام ته مراجعه کړې چې په رسمي ډول يې معرفي کړي خو په وينا يې چې د والي په ګډون سيمه ييز چارواکي يې غږ نه اوري.
د نوموړي په خبره، د تېر ۹۷ کال د کب مياشتې په ۱۵مه يې خپل اسناد او احکام د بلخ والي ته وسپارل چې په رسمي ډول يې مقرر کړی خو په وينا يې چې هغه ورنه د څه وخت صبر او حوصلې غوښتنه وکړه.
نوموړی وايي چې په درېيم ځل يې له نوروز څخه څو ورځې وړاندې بلخ ولايت مقام ته مراجعه وکړه خو والي ورنه بيا هم غوښتنه وکړه چې د مراسمو تر پای ته رسېدو دې صبر وکړي.
د حکمتي په خبره، څلورم ځل يې څو ورځې وړاندې د بلخ ولايت مقام ته بيا مراجعه وکړه چې د ولسمشر حکم عملي شي او دی دنده پيل کړي خو زياتوي چې د بلخ ولايت مقام له خوا ورته وويل شول چې ولسمشر يې د مقررۍ په برخه کې د بلخ له والي سره مشوره نه ده کړې.
هغه زياتوي چې د ولايت مقام له خوا د دغه ډول ځواب تمه يې نه درلوده او په دغه کار متاسف دی.
login or register a new account.