منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ ولايت مقام د دوو نويو رييسانو له معرفي کولو ډډه کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): په بلخ کې د عامې روغتيا او حيرتان بندر خدماتي چارو (استراس) رياستونو لپاره يوه مياشت وړاندې د اداري اصلاحاتو ادارې له خوا او د ولسمشر غني په حکم نوي رييسان ټاکل شوي خو لا هم دغو کسانو خپلې دندې په رسمي ډول نه دي پيل کړې.

دغه تازه ټاکل شوي رييسان وايي چې د اداري اصلاحاتو له لارې په ازاده سيالۍ کې له ګډون کولو وروسته بريالي شوي او د ولسمشر احکام هم لري، خو د بلخ سيمه ييز مسوولين يې د معرفي کېدو په برخه کې ناغېړي کوي.

د بلخ ولايتي شورا رييس بيا وايي، دغه ستونزه د نه تفاهم له امله رامنځته شوې او هيله يې وښوده چې ژر به حل شي.

ډاکټر خليل حکمتي نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د ازادې سيالۍ له لارې د بلخ د عامې روغتیا رياست څوکۍ ته بريالی شوی، خو نوموړي تر اوسه هم خپله دنده په رسمي ډول نه ده پيل کړې.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې بار بار يې بلخ ولايت مقام ته مراجعه کړې چې په رسمي ډول يې معرفي کړي خو په وينا يې چې د والي په ګډون سيمه ييز چارواکي يې غږ نه اوري.

د نوموړي په خبره، د تېر ۹۷ کال د کب مياشتې په ۱۵مه يې خپل اسناد او احکام د بلخ والي ته وسپارل چې په رسمي ډول يې مقرر کړی خو په وينا يې چې هغه ورنه د څه وخت صبر او حوصلې غوښتنه وکړه.

نوموړی وايي چې په درېيم ځل يې له نوروز څخه څو ورځې وړاندې بلخ ولايت مقام ته مراجعه وکړه خو والي ورنه بيا هم غوښتنه وکړه چې د مراسمو تر پای ته رسېدو دې صبر وکړي.

د حکمتي په خبره، څلورم ځل يې څو ورځې وړاندې د بلخ ولايت مقام ته بيا مراجعه وکړه چې د ولسمشر حکم عملي شي او دی دنده پيل کړي خو زياتوي چې د بلخ ولايت مقام له خوا ورته وويل شول چې ولسمشر يې د مقررۍ په برخه کې د بلخ له والي سره مشوره نه ده کړې.

هغه  زياتوي چې د ولايت مقام له خوا د دغه ډول ځواب تمه يې نه درلوده او په دغه کار متاسف دی.

د بلخ عامې روغتيا رياست ته نوی ټاکل شوی رئيس همدا راز وايي، چې د اصلاحات اداري لخوا د ازادې سيالۍ پروسه د همدې لپاره رامنځته شوې، چې په ادارو کې د اشخاصو د نفوذ مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، چې له کاري تجربې او لوړ کاري ظرفيت څخه پرته بل هېڅ واسطه نلري او په خپل علميت د ازادۍ سيالۍ له لارې دغه پوسټ ته بريالی شوی دی.

د حکمتي په خبره د بلخ والي په دغه ولايت کې د ولسمشر استازی دی او بايد پرته له ځنډه د ولسمشر ټول احکام تطبيق او پلي کړي.

هغه وايي : (( لومړی مې په اصلاحات اداري کې ازموينه ورکړه، کامياب شوم، بيا مې صحت عامې وزارت ته مراجعه وکړه، هغوی رياست جمهوري ته وړانديز کړم، له هغه وروسته ولسمشر د بلخ د صحت عامې پر رياست احکام راکړل. زه په قانوني لارو راغلی يم؛ خو اوس مې د بلخ سيمه ييزه اداره نه معرفي کوي)).

حکمتي زياته کړه، چې دولتي څوکۍ خلکو ته د خدماتو وړاندې کېدو لپاره دي؛ نه دا چې يو شمېر کسانو ميراثي کړي دي.

نوموړی وايي چې ملکي ادارې له سياسي مسايلو سره هېڅ ارتباط نه لري خو په وينا يې چې په بلخ کې يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې ملکي ادارو ته هم سياسي او قومي بڼه ورکړي.

هغه له ولسمشرۍ ماڼۍ، د اصلاحاتو او ملکي خدماتو له ادارې او روغتيا وزارت څخه هيله وکړه چې پر حکومت د خلکو د باورمندۍ زياتېدو په موخه دې خپل احکام په بلخ کې تطبيق کړي.

نوموړی زياتوي چې په بلخ کې د صحي خدماتو د پراختيا لپاره ښې طرحې لري چې په رسمي ډول له مقررېدو وروسته به يې عملي کوي.

د بلخ د عامې روغتيا اوسني رييس ميرويس ربيع له پژواک سره په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې عبداللطيف سهاک هم له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د بلخ حيرتان ښارګوټي د خدماتي  چارو (استراس) د رييس په توګه ټاکل شوی خو تر اوسه د بلخ د سيمه ييزې ادارې له خوا په رسمي ډول نه دی معرفي شوی.

هغه هم وايي چې په تېره يوه نيمه مياشت کې يې څلور ځلې د بلخ له والي سره کتلي او د خپلې مقررۍ په اړه یې د ولسمشر حکم هم ولايت مقام ته سپارلی، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زياته کړه چې يو ځل يې د بلخ له ۳۰۰ سپين ږيرو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ولايت مقام ته مراجعه وکړه خو د ولايت مقام مسوولينو ورنه د وخت غوښتنه وکړه.

د سهاک په خبره، تېره اوونۍ يې په دې تړاو لاريون هم وکړ او سيمه ييزو چارواکو بيا هم د څه وخت صبر غوښتنه کړې وه.

هغه زياتوي: ((له والي سره مو چې وليدل نو په زغرده يې راته وويل چې ستاسې د مقررۍ په تړاو راسره ولسمشر مشوره نه ده کړې، دا خبره راته ډېره جالبه وه؛ ځکه د قانون خلاف ده، چا چې د ازاد رقابت له لارې امتحان ورکړی وي او کامياب شوی وي، نو د هغه په اړه ولي بايد مشورې وشي، که خلک د اړيکو او مشورو له لارې ټاکل کېږي؛ نو بيا د اصلاحات ادارې دغې اوږدې پروسې ته څه اړتيا ده؟))

نوموړي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې په بلخ کې د خپلو فرامينو د تطبيق لپاره بايد اقدامات وکړي.

تېره اوونۍ د اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې رييس نادر نادري په کابل کې خبريالانو ته د خپلو خبرو پر مهال ومنله چې په بلخ کې د يوه رييس د تقرر په اړه د ولسمشر حکم نه پلی کېږي.

نادري ويلي وو: ((ايا تاسې نه وينئ چې يو شمېر اشخاص د خپلو سياسي ګټو په خاطر د اصلاحاتو مخه نيسي، د بېلګې په ډول په مزارشريف کې يوه سړي ۱۷ کاله رياست کړی او په همدې موده کې د خپلې وظيفې معادل لسګونه شخصي دستګاوې جوړې کړي، اوس چې يو نوی کس د ازادۍ سيالۍ له لارې بريالی شوی، مخه يې نيول کېږي او د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.))

د بلخ ولايتي شورا رييس افضل حديد هم هغه په دې تړاو زياتې خبرې کول نه غوښتل خو پژواک ته يې وويل چې دا موضوع به نږدې ورځو کې حل شي.

هغه زياته کړه، د بلخ د نوي امنيه قوماندان د ټاکل کېدو جنجالي کېدل او بيا د دوو نوو رييسانو د تقرر په اړه ستونزې د نه تفاهم له امله رامنځته شوې وې.

ده وويل چې د بلخ والي په دې تړاو له ولسمشر سره خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به يادې ستونزې حل شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ ولايت مقام نظر را واخلي، د ولايت مقام دوو مرستيالانو په دې موضوع له خبرو کولو ډډه وکړه.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول هم له هڅو سره سره موږ ته ځواب رانه کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست