Language

جګپوړو افغان چارواکو د امریکا د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د افغانستان د ماليې سرپرست وزير او د افغانستان بانک لوى رييس د امريکا د خصوصي سکتور له استازو سره د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې سرپرست وزیر دوکتور محمد همایون قیومي او د افغانستان بانک لوی ريیس خلیل احمد صدیق د امریکا د معتبرو شرکتونو او خصوصي سکتور له یو شمېر مسوولینو سره په افغان سفارت کې وليدل.

سرچينې زياته کړې، ددغې ناستې پر مهال په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو او همدا ډول د بانکي خدماتو د وړاندې کولو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

د مالیې سرپرست وزیر قیومي د سترو اقتصادي پروژو او د افغانستان پر ځان د بسیا ينې په هکله د حکومت د ژمنو او همدا راز د خصوصي سکتور او هغو پروژو په اړه چې د افغانستان لپاره لومړیتوب لري او د بهرنیو پانګونې لپاره زمینه ورته برابره ده، د ناستې برخوالو ته معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د افغانستان بانک لوی ريیس خليل صدیق په هېواد کې د بانکي اسانتیاوو او له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان بانکونو د راکړې ورکړې په اړه رڼا واچوله.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې بانکي صنعت له نړیوالو معیارونو سره برابره شوې او هڅه کېږي چې له نړیوالو نورمونو سره سم د کورنیو، بهرنیو په تېره بیا د نړیوالو پانګه والو لپاره بانکي خدمات او اسانتیاوې وړاندې شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د سوداګرۍ وزارت د چارواکو په ګډون چې په دې ناسته کې یې حضور درلود، ددې هېواد د معتبرو شرکتونو او خصوصي سکتور مسوولینو او استازو په افغانستان کې د پانګونې په اړه د خپلو وړاندیزونو او پوښتنو په وړاندې کولو سره، د افغانستان سفارت له کوربه توب او په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د هڅولو په موخه د مالیې سرپرست وزیر او د همداراز د افغانستان بانک د لوی رئیس له هراړخیزو معلوماتو څخه مننه او قدرداني وکړه.

دواړو لورو ژمنه وکړه چې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعاتو د تعقیب په موخه، په پلازمېنه کابل او واشنګټن کې راتلونکي پروګرامونه او ناستې ترتیب کړي.

login or register a new account.